Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان، پاکستان او عربستان علما: افغانستان کې دې جګړې ودرېږي

د افغانستان، پاکستان او سعودي عربستان علماوو نن (پنج‌شنبه د غبرګولي په ۲۰ مه نېټه) ریاض کې یوه غونډه کې، افغانستان کې د جګړې او وین‌توېیدنې د درولو غوښتنه وکړه.
د دغو درېیو هېوادونو علماوو، افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لوریو وغوښتل، چې د سولې او پخلاینې له لارې دې خپل اختلافونه ختم کړي.
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي وویل:«چاودنې او ځانمرګي دې بند شي، چې زموږ ماشومان، علما او نور وګړي په‌کې قرباني کېږي. مقابل لوری هم زموږ ورونه دي. موږ د هغوی په شان نه یوو او هغوی ته کافران نه وایو. موږ هم مبارکه کلمه وایو او هغوی هم. افغانستان کې جوماتونو کې مسلمانان وژل کېږي. ماشومان د زېږېدو پر مهال وژل کېږي. زموږ پر پوهنتونونو او روغتونونو بریدونه کېږي. زه د الله کور ته له دې نږدې ځایه، پر هغوی غږ کوم، چې دا وژنې بس کړئ.»
دې غونډې ته د پاکستان استازو وویل، چې افغانستان کې امنیت، پاکستان او سیمه کې د ټیکاو مانا لري او دوی به افغانستان کې د جګړې ختمولو کې همکاري وکړي.
د پاکستان د اسلامي چارو وزیر نورالحق قادري وویل:«حکومت، علما او د پاکستان ولس په اخلاص هڅه کوي، چې افغانستان کې سوله ټینګه شي. موږ هیله‌من یوو چې افغانستان کې د سولې ټینګېدو کې سعودي عربستان هم موږ سره همکاري وکړي.»

دې غونډې ته ځینو نورو ویناوالو، افغانستان کې اوسنۍ جګړه ناروا وبلله او ټینګار یې وکړ، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره، د جګړې لپاره هېڅ دلیل نه‌شي پاتې کېدای.
د پاکستان یوه دیني عالم افتخار حسین نقوي وویل:«سوله افغانستان او ټولې ټولنې ته مهمه ده. پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي. افغانستان کې سیاسي ټیکاو ته یوه مهمه موکه برابره شوې‌ده.»
سعودي عربستان کې د پاکستان سفیر ویلي، د افغانستان کړکېچ نظامي حل لار نه‌لري او جګړ باید په خبرو ختمه کړای شي.

د علماوو نننۍ غونډۍ ته د افغانستان او پاکستان ځینې علما، له کابل او اسلام‌اباده ته وصل شوي وو.

شریک یي کړئ