د ملي مصالحې د عالي شورا یو مرستیال وایي، د حکومت او سیاستوالو ترمنځ، د دولت عالي شورا په نامه، د سیاسي اجماع پر سر موجود اختلافونه لا هم نهدي حل شوي.
شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د دولت عالي شورا جوړولو لپاره مشورې پیل شوې دي او ظاهراً د دې لپاره چې د هېواد سیاسي او امنیتي ستونزو ته ورسېږي.
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عزیز الله دینمحمد وایي، د دولت عالي شورا د جوړښت او صلاحیتونو پر څرنګوالي اختلاف دی.
ښاغلي دینمحمد ویلي:«لا هم، د غړو په شمېر او صلاحیتونو د نظرونو اختلاف دی. تراوسه یوې نتیجې ته نهدي رسېدلي. البته ضرور ده چې دا کار وشي او یو توافق وشي.»
رسنیو ته د رسېدلي یوه لېسټ پر بنسټ، حامد کرزی، ګلبدین حکمتیار، صلاحالدین ربانی او ۱۵ نور سیاستوال، هغه کسان دي، چې د دولت د عالي شورا غړیتوب به ولري.
خو حامد کرزي ته ځينې نږدې کسان وایي، چې د ښاغلي کرزي او ځینو نورو سیاستوالو نومونه له لېسټه لېرې کړای شوي دي.
حامد کرزي ته یوه نږدې کس ګل رحمان قاضي وویل:«نه یوازې کرزي صاحب، بلکې اکثرو سیاسي مشرانو انکار کړی دی او فکر کوم چې ګډون به و نهکړي. خو ولې؟ ځکه چې ګډون بې ګټې دی – مشورې مانا نهلري.»
د صلاحالدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي د مطبوعاتو مسوول شفیق الله سیغاني ویلي:«جمعیت د هغې شورا غړیتوب مني چې اجراییوي صلاحیت و لري، د ځواکمنو لوریو ترکیب وي او دا شورا د سولې، جګړې، بهرنيو اړیکو او د امنیت د پالیسیو پرېکړې وکړي.»
ځینې سیاستوال په دې باور دي، چې ولسمشر محمد اشرف غني، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، د افغانستان د مدیریت لپاره سیاسي اجماع ته اراده نهلري.
په دې هکله د ولسي جرګې یوه غړي عبدالظاهر تمیم ویلي:«له کومې ورځې چې دوحه کې مذاکرات پیل شوي، هېڅ سیاسي اجماع جوړه نه شوه. ولسمشر ځانغوښتنې ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې یوه سمبولیکه شورا جوړه کړي چې د خلکو په ګټه نه وي.»
په همدې حال کې د ولسمشر مرستیال ویاند لطیف محمود ویلي:«د سیاستوالو ترمنځ مشورې روانې دي. هیلهمن یوو کوم توپیرونه چې شته، حل شي. د مشورې پر څرنګوالي توافق وشي.»
له دې سره چې حکومت اعلان کړی و، چې همدې اوونۍ کې به د دولت د عالي شورا لومړنۍ غونډه وشي، خو تراوسه د شورا غونډه نه ده شوې.
ځینې سیاستوال وایي، د دولت عالي شورا باید د هېواد لویو سیاسي، امنیتي او بهرنیو چارو برخو کې یوه ځواکمنه او پرېکړه کوونکې شورا وي، خو ولسمشر غني غواړي، د سولې په هکله یوه مشورتي شورا جوړه کړي.
