Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسټین: د افغانستان له پولو ورهاخوا جنګي عملیات پیل شوي

د امریکا د پوځ لوی درستیز ټینګار کوي، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو سره سم، امریکایي ځواکونه له افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

داسې حال کې چې افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو او ملګرو یې پوځي ماموریت په ختمېدو دی، د امریکا دفاع وزیر اوس اوس ویلي، چې د امریکا پوځ، د افغانستان له پولو ورهاخوا جنګي عملیات پیل کړي دي.

دغه امریکایی چارواکی وايي، د امریکا جنګي او پرمختیایي چورلکې له خلیجه افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کوي.

د امریکا د دفاع وزیر لوېډاسټین، چې د امریکا کانګرس کې یې، پر کابل د طالبانو د ولکې د احتمال په تړاو د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول، داسې یې واضح و نه ویل، چې که کابل د طالبانو تر ګواښ لاندې راشي، نو امریکایي ځواکونه به څه ګام اخلي.؟

د امریکا د مشرانو جرګې یوې غړې جین شهین، د امریکا له دفاع وزیر پوښتنه وکړه، چې:«کولی شئ، ووایئ چې له پولو ورهاخوا د ترهګرۍ ضد ځواک پراختیا لپاره زموږ طرحې چېرې رسېدلې دي او که کابل ته د طالبانو له خوا ګواښ پېښ شي، موږ د افغان ځواکونو د ملاتړ په برخه کې څه کولی شو.؟»

د امریکا دفاع وزیر د دغې پوښتنې په ځواب کې ویلي:«موږ د ځواکونو د ایستلو پر مهال، له افغان ځواکونو د ملاتړ برابرولو ته دوام ورکوو. کله چې د ځواکوو د ایستلو لړۍ بشپړه شي، د دې کار ملاتړ به ګران وي، ځکه په هغه هېواد کې به زموږ ځواک راکم شي. زه په ریښتیا هم نه غواړم، چې راتلونکې کې زموږ د احتمالي پایلې یا فعالیت په هکله څه ګومان وکړم. خو ولسمشر په څرګنده ویلي، چې افغانستان کې زموږ ماموریت بشپړ شوی او موږ د ځواکونو او وسایلو په
رایستلو پام ساتو.»

د امریکا دفاع وزیر لوېډاسټین وایي، امریکا له همدااوسه، د افغانستان له پولو دباندې جنګي او پرمختیایي عملیات پیل کړي دي.

ښاغلي اسټین وویل:«راتلونکې کې به د ترهګرۍ ضد چارې پر هغو لوریو ورټولې وي، چې کېدلی شي، پر موږ بریدونه وکړي. موږ د خپلو وسایلو لپاره د پولو نه دباندې ډېرې چارې سرته رسوو. له خلیجه د پلټنې عملیات ترسره کوو، زموږ ډېر عملیات به له خلیجه ترسره کېږي.»

د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه:«اوس د دې کار وس لرو. هڅه کوو، چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو کې زموږ د وړتیاوو ځای پر ځای کولو سره، زموږ د الوتکو د تګ راتګ لار رالنډه کړو.»

په همدې حال کې، د امریکا د پوځ لوی درستیز ټینګار کوي، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو سره سم، دا ځواکونه له افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک مېلي ویلي:«همدا اوس چې خبرې کوم، زموږ ځواکونه خوندي، مسوولانه او پلان شوي له افغانستانه په وتلو دي او په عین وخت کې موږ د افغانستان له امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو.»

په ورته وخت کې د رویټرز خبري اژانس داسې رپوټ خپور کړی، چې طالبان په افغانستان کې د ترکیې احتمالي پوځي حضور سره مخالف دي.

دا مخالفت داسې مهال دی، چې ترکیې وړاندیز کړی، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل د هوایي ډګر امنیت ټینګوي. رویټرز وایي، د ترکیې له موخو یوه واشنګټن سره د اړیکې لا نږدې کول دي، چې دې وروستیو کې له دې کبله خړې‌پړې شوي، چې انقرې له ورسیې ایس ۴۰۰ توغندي پېرلي دي.

شریک یي کړئ