Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې څلورګوني، درې‌ګوني او غبرګوني ماشومان زېږېدلي

د کابل ملالۍ روغتون کې ډاکټرانې وایي، تېره یوه اوونۍ کې ۱۹ داسې ماشومان/ماشونې زېږېدلي، چې څلورګوني، درې‌ګوني او غبرګوني دي.

ډاکټرانې وایي، اکثره ماشومان او میندې یې ښې دي.

د ملالۍ روغتون ډاکټرانې وایي، د څلورګونو او درې‌ګونو ماشومانو کورنۍ، د لېرو پرتو ولایتونو له کلیو کابل ته راغلې وې.

د ملالۍ روغتون د نویو زېږېدلیو ماشومانو د څانګې مسووله وایي، هره ورځ نږدې ۱۰۰ ماشومان/ماشومانې دې روغتون کې زېږي، خو ځینې یې د کورنیو بې‌غورۍ له‌کبله روغ نه وي.

د ملالۍ روغتون یوې ډاکټرې نجیبې ستانکزۍ ویلي:«دلته غبرګوني، درې‌ګوني، څلورګوني او ان پنځه‌ګوني ماشومان/ماشونې زېږېدلي دي. د ټولو زېږېدنو درې یا څلور سلنه همدغسې وي.»

د ملالۍ روغتون یوې بلې ډاکټرې شریفي ویلي:«ټول ماشومان روغ ول او وزنونه یې هم له ۱۸ سوه ګرامه پورته ول.»

د میندوارۍ پر مهال میندو ته د ګټورو خوړو او روغتايي مرکزونو ته بیا، بیا تګ د ماشوم/ماشومې او مور لپاره مهمې لارښوونې ګڼل کېږي.

د یوې غبرګونې جوړې مور ارزو وايي:«درې ورځې شوي، چې روغتون ته راغلې یم. عملیات مې تېر شو او ماشومان مې هم ښه دي.»

بهشته د یوې بلې غبرګونې جوړې مور ده، هغې ویلي:«مېوه، غوښه، وریجې او نور خواړه چې ګټه لري، خوړلي مې وو.»

افغانستان لاهم د نړۍ هغو هېوادونو کې دی، چې د ولادت پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه په‌کې لوړه ده او د افغانستان روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، هرو ۱۰۰ زرو ولادتونو کې ۶۶۱ میندې مري.

شریک یي کړئ