Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امنیتي چارواکي: د کابل موسهي ولسوالۍ امنیت ښه شوی

کابل کې د ملي اردو د ۱۱۱ مې فرقې د لومړۍ لوا قوماندان عبیدالله عمرخېل ویلي:«د افغانستان قسم خوړلي دوښمنان، د خپلو بادارانو په لارښوونه نه غواړي چې همدا د سولې خبره عملي شي.»

د کابل موسهي ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتېري وایي، دغې ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت تر پخوا ښه شوی دی.

ملي اردو وایي، موسهي ولسوالۍ ناامن لوګر ولایت ته نږدې پرته ده، نو له همدې کبله کله، کله طالبان بریدونه کوي او ماینونو ته چاودنې ورکوي، خو دوی د ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د لا ښه والي لپاره هڅې ډېروي.

په ورته وخت کې د کابل والي وایي، په لغمان او ننګرهار ولایتونو او د کابل سروبي ولسوالۍ کې ناامنۍ، د کابل د سویلي ولسوالیو ناامنۍ ته خطر دي.

موسهي ولسوالۍ کې پوځیان وايي، د ناامنۍ هرې پېښې ته ځواب ویلو لپاره چمتو دي، خو طالبانو ته وایي، چې سوله وکړي.

په موسهي ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه سرتېري دروېش ویلي:«موږ ۲۴ ساعته چمتو یوو.»

د کابل والي وایي، د کابل سویلي ولسوالیو امنیت، ځکه ګواښ سره مخامخ دی، چې لوګر، لغمان او ننګرهار ولایتونو او د کابل سروبي ولسوالي ناامن ده.

موسهي ولسوالي د کابل ښار په ۳۰ کیلومټرۍ کې پرته ده.

تر دې وړاندې د موسهي ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي وو، چې د دې ولسوالۍ په اتو کلیو کې طالبان دي او دغې ولسوالۍ ته د دولتي مامورینو او نظامیانو تګ راتګ ستونزمن دی.

عبیدالله عمرخیل، فرمانده لوای اول فرقه ۱۱۱ کابل در این باره گفت:«دشمنان قسم خورده افغانستان به رهنمایی باداران شان نمی خواهند که همی گپ عملی شوه.»

Thumbnail

کابل کې د ملي اردو د ۱۱۱ مې فرقې د لومړۍ لوا قوماندان عبیدالله عمرخېل ویلي:«د افغانستان قسم خوړلي دوښمنان، د خپلو بادارانو په لارښوونه نه غواړي چې همدا د سولې خبره عملي شي.»

د کابل موسهي ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتېري وایي، دغې ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت تر پخوا ښه شوی دی.

ملي اردو وایي، موسهي ولسوالۍ ناامن لوګر ولایت ته نږدې پرته ده، نو له همدې کبله کله، کله طالبان بریدونه کوي او ماینونو ته چاودنې ورکوي، خو دوی د ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د لا ښه والي لپاره هڅې ډېروي.

په ورته وخت کې د کابل والي وایي، په لغمان او ننګرهار ولایتونو او د کابل سروبي ولسوالۍ کې ناامنۍ، د کابل د سویلي ولسوالیو ناامنۍ ته خطر دي.

موسهي ولسوالۍ کې پوځیان وايي، د ناامنۍ هرې پېښې ته ځواب ویلو لپاره چمتو دي، خو طالبانو ته وایي، چې سوله وکړي.

کابل کې د ملي اردو د ۱۱۱ مې فرقې د لومړۍ لوا قوماندان عبیدالله عمرخېل ویلي:«د افغانستان قسم خوړلي دوښمنان، د خپلو بادارانو په لارښوونه نه غواړي چې همدا د سولې خبره عملي شي.»

په موسهي ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه سرتېري دروېش ویلي:«موږ ۲۴ ساعته چمتو یوو.»

د کابل والي وایي، د کابل سویلي ولسوالیو امنیت، ځکه ګواښ سره مخامخ دی، چې لوګر، لغمان او ننګرهار ولایتونو او د کابل سروبي ولسوالي ناامن ده.

موسهي ولسوالي د کابل ښار په ۳۰ کیلومټرۍ کې پرته ده.

تر دې وړاندې د موسهي ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي وو، چې د دې ولسوالۍ په اتو کلیو کې طالبان دي او دغې ولسوالۍ ته د دولتي مامورینو او نظامیانو تګ راتګ ستونزمن دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه