Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل لوېدیځ کې د دوو چاودنو د وژل شویو شمېر اوو تنو ته لوړ شو

د کورنیو چارو وزارت وايي چې شېبه مخکې د کابل په لوېدیځ کې دوې چاودنې شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، دغه چاودنې د کابل ښار په شپږمې حوزې په مهتاب قعله او دیارسمې حوزې په سرپل تم ځای کې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت همدارنګه وايي چې په دواړو پېښو کې مسافر وړونکي «ټونس» موټر په نښه شوي دي او په هغه کې اوه تنه وژل شوي دي چې د مهتاب قلعه چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي؛ بلخوا د دیارلسمې حوزې په اړوند د سرپل تم ځای چاودنه کې یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ټپيان شوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا وايي چې شونې ده د وژل شویو کسانو شمېر لوړ شي. 

هغه انځورونه چې طلوع نیوز ته رارسېدلي دي د دې ښودنه کوي چې مسافر وړونکي «ټونس» ډوله موټر په نښه شوي دي.

Thumbnail

د کورنیو چارو وزارت وايي چې شېبه مخکې د کابل په لوېدیځ کې دوې چاودنې شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، دغه چاودنې د کابل ښار په شپږمې حوزې په مهتاب قعله او دیارسمې حوزې په سرپل تم ځای کې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت همدارنګه وايي چې په دواړو پېښو کې مسافر وړونکي «ټونس» موټر په نښه شوي دي او په هغه کې اوه تنه وژل شوي دي چې د مهتاب قلعه چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي؛ بلخوا د دیارلسمې حوزې په اړوند د سرپل تم ځای چاودنه کې یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ټپيان شوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا وايي چې شونې ده د وژل شویو کسانو شمېر لوړ شي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه