Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلخ پر شولګرې ولسوالۍ د طالبانو برید

بلخ کې سیمه‌ییزو سرچینو نن (یکشنبه د غبرګولي په ۲۳ مه) ویلي، چې طالبانو په شولګرې ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره نښته کړې او بیا یې یوه پول‌ګوټي ته چاودنه ورکړې، چې له کبله‌ یې "خاک‌باد" او او "ناقلین" کلیو کې یوې پوستې ته تګ راتګ بند شو.

د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو ویاند محمد حنیف رضایي وایي، په شولګرې ولسوالۍ کې ځای، ځای نښتې روانې دي او په وینا یې طالبانو چې کوم پول‌ګوټی ویجاړ کړی، نو دې سره به امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اکمالاتو د رسولو مخنیوی و نه شي.

رضايي زیاتوي، که څه هم طالبانو د "تاجک‌ایلتن په دوراهۍ" کې یو پول‌ګوټی ویجاړ کړی، خو دا کار به یې ډېر اغېز ونه کړي، ځکه چې په خبره یې سیمه لېرې نه‌ده او دولتي ځواکونو ته اکمالات کېدلی شي.

د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په هکله تراوسه معلومات نه‌شته.

طالبانو هم لا څه نه دي ویلي.

بل‌‌خوا سرچینې وایي، په کشنده ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته ده.

د بلخ ولایت چارواکو لا تراوسه د دغو نښتو په تړاو څه نه‌‌دي ویلي.

د بلخ پر شولګرې ولسوالۍ د طالبانو برید

د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو ویاند محمد حنیف رضایي وایي، په شولګرې ولسوالۍ کې ځای، ځای نښتې روانې دي.

شریک یي کړئ