د مخکیني ولسمشر مرستیال محمد کریم خلیلي خبرداری ورکوي که چېرې حکومت پر هزاره وګړو د روانو بریدونو مخه ونه نیسي؛ نو خلک به په خپله د ځانونو د ساتنې لپاره لاس په کار شي.
ښاغلی خلیلي چې د هېواد د اهل تشیع او هزاره وګړو یوې غونډې ته یې وینا کوله، د کابل په لوېدیځ کې پر هزاره وګړو وروستي هدفي بریدونه بشري جنایت، نسل وژنه او د هزاره توکمو د هویت د له منځه وړلو هڅې بولي:«پر یوه توکم په نوم او د خلکو په نامه پر هدفي ځانمرګي او چاودنې لاس پورې کوي... په داسې کړنو لاس پورې کوي چې باید د خلکو پېژاند له منځه یوسي.»
په دې غونډه کې محمد کریم خلیلي په داسې حال کې چې د سولې او د دولت د عالي شورا د جوړېدو لپاره د سیاسي اجماع پر نه رامنځته کېدو نیوکه کوي وایي چې د جګړې ښکېل لوري په دې ورځو کې د سولې پرتله جګړې ته لېواله دي.
د پخواني ولسمشر مرستیال کریم خلیلي زیاتوي:«په زور سره په هڅې ډول نه شي کولای چې افغانستان سولې ته ورسوي د افغانستان حل لار د جګړې لار نه ده او زور لار هم نه ده د انحصار د دوام لار هم نه ده.»
کریم خلیلي له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د دغو بریدونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي:«موږ د دې غوښتونکي یوو چې د امنیت شورا له خوا د ملګرو ملتونو له خوا او د نړیوالو همکارانو په همکارۍ او د دولت له همکارۍ سره چې دنده یې ده په دې هکله باید همکاري وکړي.»
بل خوا د کابل د لوېدیځ یوه استازې وایي چې د کابل لوېدیځ د پلازمېنې د نورو برخو پرتله ډېر نفوس لري خو دغلته د خلکو د امنیت ساتنې لپاره د امنیتي ځواکونو شمېر کم دی.
د ولسي جرګې غړې فاطمه نظري وايي:«د افغانستان حکومت او دولت دې د خلکو صبر نه ازمایي او د دې شونتیا شته چې زموږ خلک په خپله لاس په کار شي چې په خپله اړ شي خپل امنیت ونیسي.»
د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له لوري د ورکړل شویو شمېرو له مخې په وروستیو دوو کلونو کې د کابل په لوېدیځ کې شاوخوا ۴۰ هدفي بریدونه شوي دي.
په دې اړه مو اندونه