د ملې روغې جوړې عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم چې د افغانستان او پاکستان د علماوو په ګډه غونډه کې ګډون کړی و، وايي چې په دغې غونډه کې د پاکستان ډېری علماوو په افغانستان کې جګړه حرامه وګڼله.
دغه غونډه د پنجشبنې په ورځ (د غبرګولي په ۲۱مه) د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې جوړه او د دین عالمانو د افغانستان د جګړې او سولې په هکله سلامشورې وکړې. د ملي روې جوړې عالي شورا مرستیال وايي چې دغه غونډه له دوه کلونو ملي، سیمه ییزو او نړیوالو هڅو وروسته جوړه شوه.
ښاغلی سلیم وایي چې د پاکستان تر ټولو لویو او مخورو دیني عالمانو لکه مولوي عبدالمالک، مولوي جال اندري د پاکستان د دارالعلوم مرستیال مفتي تقي عثماني، مولانا نعیمي او مولانا قادري چې د ده په خبره هر یو یې په پاکستان کې د زرګونه مدرسو مشري کوي:«مولانا صاحب جال اندري خبرې وکړې، چې د پاکستان د اتقاق المدارس عربي رییس دی، چې څه باندې درې زره مدرسې چې د دیوبندي فکري ښوونځي پورې اړوند دي هلته تدریس کوي.»
د ښاغلي سلیم په وینا په دې غونډه کې د پاکستان په استازیتوب هغو دیني عالمانو ګډون کړی و چې د طالبانو مشران او قومندانان یې شاګردان پاتې شوي دي:«موږ په تېر کې ډېره هڅه وکړه. دوه کاله مخکې هلته ولاړو حتا همدا علما چې تېره ورځ یې وینا کول، چمتو نه وو چې د ځينو ملحوظاتو له مخې له موږ سره د رسنیو په حضور کې خبرې وکړي.»
اوس د دې غونډې ګډونوال وایي چې دوی هڅه کوي د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ترمنځ د خبرو د دوام لپاره مشخصه تګلاره په پام کې ونیسي.
د ولسمشر پخوانی مرستیال کریم خلیلي وویل:«د پاکستان علماوو، د افغانستان علماوو د سعودي هېواد له همکارۍ سره جلسه لرله او دا نیک کار دی او هغوی د جګړې پر حرام والي فتوا وروکړه.»
له دغې غونډې وروسته د مکې امام د جمعې د لمانځه په خطبه کې په افغانستان کې د جګړې د درېدو او د سولې د ټينګښت غوښتنه وکړه.