په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې، یوې سرچینې نن (دوشنبه د غبرګولي په ۲۴ مه) ویلي، چې د طالبانو په کمین کې دوه تنه دولتي سرتېري ټپیان شوي او یو ټانک تخریب شوی.
یوه بله سرچینه وایي، شاوخوا ۲۰۰ دولتي سرتېرو په صیاد ولسوالۍ کې، طالبان وځپل او د چورلکو په ملتیا یې، غوښتل د سرپل مرکز ته ستانه شي د طالبانو په کمین اوښتي دي.
سرچینه وایي، د ریګریش په سیمه کې، د طالبانو په کمین برابر شویو دولتي ځواکونو مرستې ته، ځانګړي ځواکونه رسېدلي.
سرچینه وایي، دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ټول ځواکونه روغ د سرپل مرکز ته رسېدلي دي.
تر دې وړاندې یوې بلې سرچینې ویلي وو، چې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرپل چارواکو لا څه نه دي ویلي.