Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سرتېرو د تجهیزاتو په برخه کې د حکومت پر بې غورۍ د استازو نیوکې

د جګړو د زیاتوالي او د طالبانو لاس ته د کابو ۳۰ ولسوالیو د مرکزونو د لوېدو په لړ کې، د ولسي جرګې ځينې غړي نیوکه کوي چې حکومت د سرتېرو د تجهیزاتو او ملاتړ په برخه کې بې غوري کوي.

دغه استازي د طالبانو لاس ته د ولسوالیو د مرکزونو لوېدل اندېښمنوونکی ګڼي او په امنیتي بنسټونو کې پر جدي کمزورۍ نیوکه کوي.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې نیلوفر جلالي وايي:«که چېرې په همدې بڼه وي، زه ډاډه یم چې ولایتونه به هم وپرځېږي.»

د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي د اوسني کړکېچ یو لامل په امنیتي ادارو کې د کسانو په ټاکلو او لېرې کولو کې د ولسمشر سلیقه یي چلن ګڼي.
 
په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازی عبدالظاهر تمیم څرګندوي:«دغه ورور چې په کورنیو چارو وزارت کې د روژې په میاشت کې خرما وېشله، دغه ورور ولې د جګړې په تودو سنګرونو کې ولې تږو سرتېرو ته اوبه نه وېشي؟»

د ولسي جرګې غړې  فاطمه کوهستاني هم زیاتوي:«اوس د دې وخت نه دی چې تاسو خپل قوم او خپلوان په وزارت کې مقرر کړې او سمبولیک وي. د کورنیو چارو وزارت د له منځه تللو په حال کې ده.»

په ولسي جرګه کې د نیمروز د خلکو استازی ګل احمد نورزاد هم څرګندوي:«دفاع وزیر نه لرو، لوی درستیز نه لرو، کورنیو چارو وزیر یو غیرمسلکي کس دی.»

د ولسي جرګې دغه غړي د امنیتي ځواکونو د سرښندنو ستاینه کوي، خو وایي چې تاریخ به د بې کفایته چارواکو په هکله خپل قضاوت وکړي.
 
د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن وايي:«دا د هغو خلکو په حق کې معامله ده، دا جنایت دی، دا خیانت دی چې موږ یې وینه تویوو! که چېرې ټاکل شوې ده چې ولایتونه ورته تسلیم کړو نو ولې وینه تویه وئ؟»

خو حکومت د امنیتي کړکېچ د مدیریت لپاره د هڅو خبره کوي. تازه ولسمشر غني په ارګ کې د امنیتي ادارو له چارواکو سره په غونډه کې امر کړی دی چې د ترهګرو د ګواښونو او تحرکاتو پر وړاندې منظم پلان جوړ کړي.
 
د هغو شمېرو پربنسټ چې طلوع نیوز ثبت کړې دي، په تېرو دوو میاشتو کې د کابو ۳۰ ولسوالیو مرکزونه د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

شریک یي کړئ