Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محقق: د دولت عالي شورا د ترکیب او واکونو په هکله اختلافونه حل شوي

د ولسمشر سلاکار محمد محقق  وايي، د دولت د عالي شورا پر ترکیب او د واکونو پر څرنګوالي لا هم د حکومت او سیاستوالو تر منځ اختلافونه حل شوي نه دي.

له دې سره سم، سرچینې وايي، د دولت د عالي شورا د ترکیب او واکونو پر سر د ولسمشر او سیاستوالو تر منځ ژور اختلافونه به ښايي د دې لامل شي چې، دغه شورا هډو جوړه نه شي.

ټاکل شوې وه چې د دغې شورا ترکیب او واکونه موده مخکې مشخص او وروسته د دغې شورا لومړنۍ غونډه جوړه شي

محمد محقق وویل:«تراوسه اختلافونه شتون لري؛ لومړی د شورا د غړو په شمېر کې چې څو تنه وي. دویم په واکونو کې یې چې اجرايي وي، پرېکړه کوونکي وي. درېیمه همدا شورا مو چې اعلان کړه صلاحیت پيدا کوي یا ځينې وايي چې د هغې لپاره یوه لویه جرګه هم جوړ شي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې رپوټونه خپاره شول چې ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني او حامد کرزي په دغې شورا کې خپل غړیتوب څخه انصراف وکړ.

ځينې سیاستوال ګواښ کوي که چېرې د دولت عالي شورا جوړه نه شي او سیاستوال په یوه محور د حکومت د ملاتړ په پار راټول نه شي، په هېواد کې به وضعیت په نه اټکل کېدونکي توګه بدلون وکړي.

د افغانستان جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی عبدالحفیظ منصور په دې هکله وویل:«همدا اوس په بیړه، له مرکزه تېښته جریان لري. ټول پوهېږي هغه شخصیتونه چې اغېزناک دي، ولسمشر له هغوی سره په نامناسبه توګه چلن کړی دی. ټول مرکز ته شا کوي او ولایتونو ته ځي او خپل وسله وال کسان وي او که چېرې ډېر ژر د دغه کار مخه ونه نیول شي، موږ به په تول افغانستان کې د ډېرو ځواکونو د لیدو شاهد وو.»

د ولسي جرګې غړی ابدال الله محمدي وايي:«له جمهوریت سره زموږ هېڅ کار نه دی پاتې. زموږ هېڅ کړنه ډموکراسۍ ته نه پاتې کېږي، په افغانستان کې دروغجنه ډموکراسي ده. ټول واکونه په یوه کس پورې اړه لري؛ هېواد یې د تباهۍ په لور یوړ.»

سرچینې وايي چې ولسمشر غني غواړي په د دولت عالي شورا د سولې په هکله یوه مشورتي شورا وي، خو سیاستوال غواړي چې دغه شورا ځواکمنه او واک لرونکې وي ترڅو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان مدیریت کړي.

د حامد کرزي سلاکار شهزاده مسعود وویل:«نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه امریکا او د سیمې هېوادونه، د افغانستان د پېښې د حل لپاره ټينک سیاسي هوډ ولري، فشار دې راوړي چې د دولت پرېکړه کوونکې شورا ژر تر ژره جوړه شي.»

د ولسي جرګې غړی مامور احمدزی څرګندوي:«له ملي ګټو یو تعریف نه لرو. سیاستوال د خپلو شخصي ګټو ته کار کوي.»

خو د حکومت د رسنیو دفتر وايي، په هېواد کې د کورونا ویروس د ډېر خپرېدو له امله د یادې شورا د جوړښت په اړه د سلا مشورو دوام سوکه شوی دی.

د هېواد د جګړې د پای او له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته د هېواد د مدیریت لپاره د دولت عالي شورا په نامه د یوې سیاسي اجماع د رامنځته کولو لپاره هڅې کابو دوه میاشتې مخکې پیل شول. که څه هم حکومت په ځلونو اعلان وکړ چې دغه شورا به ډېر ژر په کار پیل وکړي، خو د دغې شورا برخلیک لا هم روښانه نه دی.
 
شریک یي کړئ