Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جګړې د قربانیانو کورنۍ پر لوستو او پوه کسانو بریدونه هدفي ګڼي

د دوو خورلڼو زینب او سهیلا کورنۍ چې د کابل په دشت برچي کې د شنبې په چاودنه کې ووژل شوې پر زده کوونکو او نجونو وروستي ترسره شوي بریدونه هدفي هغه ګڼي.

دغه کورنۍ زیاتوي، په داسې حال کې چې، لوستې لوڼې یې په قصدي توګه په ماینونو سره په نښه کېږي؛ خو هېڅوک د دغو بریدونو د څرنګوالي په تړاو ځواب ویونکي نه دي او حکومت هم د دغه ډول بریدونو د مخنیوي لپاره هېڅ کومه طرحه نه لري.

شپږویشت کلنې زینب او پنځه ویشت کلنې سهیلا ښوونځی یوځای لوستی و او په یوه پوهنتون کې یې زده کړې کولې او یوځای ووژل شوې.
 
د سهیلا مور فاطمه وايي:«لس، دولس کاله سره ملګرې وې ډېرې صمیمي ملګرې وې له کورنۍ سره مو تګ راتګ درلود د زینب له زنګ وروسته ولاړه.»
 
د زینب مور حسینیه هم څرګندوي:«تر کله دا وینه تویېدنه، تر کله دا وژنه الله پاک دې له خپله درباره سوله راولي.»

د سهیلا کورنۍ وایي چې سهیلا تر یوې بلې اوونۍ واده کاوه او د واده د مراسمو لپاره یې ټولې تابیاوې نیول شوې وې.
 
د سهیلا پلار غلام رضا وايي:«کله زموږ غږ اوري راشئ او زموږ ځواب راکړئ، څه ډول زموږ ځواب راکوئ ولې دوی وژل کېږي.»

د زینب پلار اسدالله موسوي هم وویل:«هره ورځ په ښوونځي، په موټرو، تونسونو کې چاودنې کېږي زموږ لوستي ځوانان وژل کېږي.»

زینب هم تر راروانو درېیو میاشتو د خپلې ماسټرۍ د زده کړو لپاره جاپان ته تلله.
 
په وروستیو اوونیو کې د کابل په لوېدیځ کې د خلکو د سپرلۍ پر موټر د ماین نژدې لس چاودنې شوې دي. په دشت برچي کې د شنبې ورځې په چاودونو کې شپږ تنه ووژل شول او اوه تنه نور ټپیان شول، په دغې پېښه کې ټولو وژل شویو کسانو زده کړې کړې وې.

د زینب او سهیلا وایي، دواړو یو ځای زده کړې کړې وې او دواړه یو ځای ووژل شوې او بیا څنګ په څنګ خاورو ته هم وسپارل شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه