Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مذاکراتو د ماتې په صورت کې د بشري وضعیت په اړه م.م سازمان ګواښ

په افغانستان کې د تاوتریخوالي په بې سارې زیاتېدو سره ملګري ملتونه په دغه هېواد کې د بشري وضعیت خرابېدو ته اندېښمن دي.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې که چېري نړیۍواله ټولنه د افغانستان د سولې مذاکراتو له بریالیتوب سره مرسته ونه کړي. دغه هېواد به په یوه بشري ناورین کې ښکېل شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرنډي وايي:«هغه څه مو چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې لیدلي دي د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د تاوتریخوالي زیاتوالی ښيي. موږ ټولو د هلو ټرسټ د ماین پاکۍ پر بنسټ وېرونکی برید ولید. د دغه راز له غمه ډک تاوتریخوالي رامنځته کېدل بیا هم ممکن دي. د نړۍوالو ځواکونو وتل، احتمالا وضعیت خرابوي. له همدې امله موږ په دغه هېواد کې د ننه او له پولو د اوښتو په صورت کې په ګاونډیو هېوادونو کې د خلکو احتمالي بې ځایه کېدو ته د پلانونو د جوړولو په حال کې یوو.»

اوس مهال ۲،۵ مېلیون تنه افغانان په نورو هېوادونو کې کډوال دي.

پر دې سربېره په افغانستان کې دننه د بې ځایه شویو شمېر ۴،۸ مېلیونو ته زیات شوی دی.

په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارک لاکوک وویل:«دا درک شته چې په دغه راز شرایطو کې څه ته اړتیا ده. له افغانستانه په لوړه کچه اقتصادي ملاتړ او بشري مرستې په افغانستان کې د ثبات د رامنځته کېدو لپاره د چارواکو چانس زیاتوي.»

ښاغلی لاکوک اندېښمن دی چې له افغانستانه سره نړۍوالو بشري مرستو ته لېوالتیا کمه شوې ده:«درې یا څلور کاله وړاندې افغانستان ته د نړۍوالو ټولنې پاملرنه زیاته وه او دې کار هلته د ستونزو له کابو کولو سره مرسته وکړه ځکه په ټوله نړۍ کې ډېر لېوالتیا وه. په واقیعت کې دغه لېوالیا یا له منځه تللي او یا کمزروې شوې ده.»

د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخې د افغانستان نیمایي وګړي یعني ۱۸،۴ مېلیونه بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سازمان له دې امله سخت اندېښمن دی چې، په اوسنیو سختو شرایطو کې په افغانستان کې له اړمنو سره د بشر پالو د مرستو لپاره د نړۍوالو لېوالتیا کمه شوې ده.

شریک یي کړئ