Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حکومت ترکانو ته د کابل هوايي ډګر د مسوولیت پر ورکړې سلامشورې کوي

افغان حکومت ترکي ځواکونو ته د حامد کرزي د نړۍوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو مسوولیت د سپارلو په اړه پر سلا مشورو بوخت دی.

د ولسمشر د ملي امنیت د مشاوریت دفتر وايي، افغان حکومت به په دې اړه داسې یوه پرېکړه وکړي چې، ډېره ګټه یې افغانستان ته ورسېږي.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند رحمت الله اندړ په دې هکله وايي:«د حامد کرزي د هوايي ډګر په ګډون، له نړۍوال معیار سره برابر ټول هوايي ډګرونه فعال پاتې کېږي او موږ هغه ټاکو چې ګټه یې ملموسه وي.»

ارګ ډاډ ورکوي چې د بهرینو ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته افغان ځواکونه د هېواد د هوایي ډګرونو د امنیت ساتلو وړتیا لري.
 
د ولسمشر د ویاند مرستیال محمد امیري وویل:«امنیتي ځواکونه د یوې مشخصې امنیتي طرحې په مطابق د ټولو هوايي ډګرونو ساتنه کوي.»
         
د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس احمد برمک څرګندوي:«ترکیه د ناټو غړیتوب لري او کولای شي چې د اسلامي هېوادونو او لوېدیځې ټولنې ترمنځ د اړیکو یو پل وي.»

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې وروستیو کې ویلي دي چې هېواد یې د حامد کرزي نړۍوال هوايي ډګر د امنیت د ټينګښت لپاره د پاکستان، امریکا او هنګري مرستې ته به اړتیا ولري.

خو طالبان وایي که چېرې ترکي ځواکونه د دوحې د موافقې له مخې له افغانستانه ونه وځي، دغه ډله به یې پر وړاندې ودرېږي.

بل خوا د سه شنبې ورځې په ماښام په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاویو تماس ډلو له یو بل سره کتلي دي.
     
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح په دې هکله وايي:«په راتلوونکي کې د مذاکراتو پر دوام، ترتیب، تنظیم هر اړخیز بحی وشو.»

په دوحه کې د سولې مذاکرات په داسې حال کې بې پایلې تعقیبېږي چې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې څه باندې ۸۰ ولسوالۍ د جګړې او تاوتریخوالي د زیاتوالي شاهدې دي.
 
په افغانستان کې د سره صیلب د نړۍوالې کمټې رییس خوان پدرو سکایریر څرګنده کړه:«د بین الافغاني مذاکراتو په پیلېدو سره د جګړو او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لپاره ډېرې هیلې راوټوکېدې، خو له بده مرغه وینو چې د تېر کال له سپټمبر میاشتې وروسته جګړې زور اخیستی دی او تاوتریخوالی زیات شوی دی.»

د دوحې مذاکرات له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې تر ځنډ وروسته له بدلونونو سره مخ شول او طالبانو دغه کار د دوحې د هوکړه لیک نقض وباله، اوس چې د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته د حامد کرزي د هوایي ډګر د امنیت ساتلو لپاره د ترکي ځواکونو د پاتې کېدو موضوع مطرح شوې ده، طالبانو ویلي دي چې دغه کار به د دوحې پر مذاکراتو منفي اغېزې پرېباسي.

شریک یي کړئ