Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

استازي: خلک دې وسلې واخلي او د امنیت ټینګښت لپاره دې سمبال شي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د سم مدیریت د نشتوالي له امله خلک باید د خپلو ځانونو د ساتنې لپاره وسله واخلي او د امنیت د تامین لپاره سمبال شي.

دوی وايي، افغان ځواکونه د جګړې لپاره انګېزه لري؛ خو د خپلو مسوولینو د بې غوریو او د امکاناتو د نه رسېدو له امله دې ته اړ شوي چې، یو شمېر ولسوالۍ هسې پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې ۳۰ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي او دم ګړۍ د هېواد په ۸۰ ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

په داسې حال کې چې دوی د هېواد د پوځیانو د سرښندونو ستاینه کوي. خو په وروستیو وروځو کې د دولتي ځواکونو مرګ ژوبلې لامل د حکومت د جګپوړو چارواکو بې غوري، ناسم مدیریت او په امنیتي برخه کې په لوړه کچه د فساد شتوالی ګڼي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي:«ولسي جرګه له خپل ټول وس سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړه ده.»

د ولسي جرګې غړی صادق قادري هم زیاتوي:«په خدای چې د دغو خلکو وینه زموږ او تاسو ټولو په غاړه ده.»

د ولسي جرګي یو شمېر غړي ځايي خلکو ته هغو ولسوالیو د مسوولیت سپارلو وړاندیز کوي چې جګړه په کې روانه ده.

د ولسي جرګې غړی عزیزالله الفتي وايي::«ارګ، دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست په یوې مرګونې چوپتیا کې ده.»

د دغې جرګې ځينې نور غړي بیا په یوې سري ناسته کې د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار او همداراز د امنیتي او دفاعي بنسټونو د مسوولینو د استجوابولو غوښتونکي دي.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی عارف رحماني وايي:«لومړۍ درجه امنیتي چارواکي، د ملي امنیت د سلاکار او مرستیالانو په ګډون یې دلته را وغوښتل شي.»

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی االله ګل مجاهد هم څرګندوي:«په جګړه کې وړاندې او وروسته کېږي خو طالب دا وس نه لري چې ټول افغانستان ونیسي. خلک دې خپل مورال له لاسه نه ورکوي.»

په داسې حال کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو په تړاو اندېښنې زیاتېږي چې له هېواد نه د بهرینو ځواکونو د وتلو د بهیر له پېلېدو راهیسې د طالبانو بریدونه په بې مخینې ډول زیات شوي دي.

شریک یي کړئ