Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فاریاب کې شاوخوا ۲۰ افغان سرتېري وژل شوي

یوه سرچینه وايي، چې د ځانګړو ځواکونو د یوه افسر سهراب عظیمي په ګډون، د کومانډو ۲۰ سرتېري پرون چهارشنبه، د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې، طالبانو سره جګړه کې وژل شوي.

سرچینه وايي، د کومانډو ۲۳ سرتېري وژل شوي او ۶ پولیس ټپیان دي.

د‌ سرچینې په وینا تر نښتې وروسته امنیتي ځواکونه قرمقول ولسوالۍ ته اوښتي.

 په وژل شویو نظامیانو کې یو سهراب عظیمي دی، چې امریکا کې یې پوځي زده کړې کړې وې.

سهراب، د ملي دفاع وزارت د پخواني ویاند ظاهر عظیمي زوی دی.

ظاهر عظمي پر فېسبوک لیکلي چې د زوی یې په وژلو “ویاړي.”

عظیمي زیاته کړې چې د ده زوی او ملګرو یې د “دوښمن خلاف په مېړانه جګړه کړې ده او د هېواد ساتنه کې قرباني شوي.”

څو ورځې وړاندې هم په دولت اباد ولسوالۍ کې، افغان ځواکونو او طالبانو نښته کړې وه چې طالبانو بیا د دولت اباد ولسوالۍ پر مرکز ولکه ټینګه کړې وه.

شریک یي کړئ