Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلخ دولت اباد ولسوالۍ کې ۴ کسان وژل شوي

د‌‌بلخ پولیسو نن (پنجشنبه د غبرګولي په ۲۷ مه) ویلي، چې طالبانو غوښتل، له چاودېدونکو موادو ډک ټانک نه په کار اخېستو د دولت اباد ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ودانۍ په نښه کړي، خو د قوماندانۍ په ۵۰ مترۍ کې ټانک معلوم شوی او له منځه وړل شوی.

د‌‌ بلخ ‌د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، چې دا پېښه تېره شپه ناوخته شوې او ملکیان په کې قرباني شوي.

عادل‌ وايي، د دولت اباد ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ودانۍ لږه تخریب شوې خو ډېر زیان عامو خلکو ته اوښتی.

بل خوا د دولت اباد ولسوال جلیل قادري زاده وايي، چې دې پېښه کې درې تنه ملکیان او یو نظامي وژل شوي.

طالبانو په دې هکله لا څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ