Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینې: د جمهوریت ۶ کسیز پلاوی طالبانو سره خبرو لپاره دوحې ته ځي

نږدې دوه اوونۍ وشوې، چې د جمهوریت مذاکراتي پلاوی بیاځلې، طالبانو سره خبرو لپاره دوحې ته تللی، خو اوس سرچینې وایي، کېدای شي، تر راتلونکو څو ورځو؛ عبدالله عبدالله، حامد کرزی، محمدیونس قانوني، محمد کریم خلیلي، بابر فرهمند او اکرم خپلواک طالبانو سره خبرو لپاره قطر ته لاړ شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وویل:«ټاکل شوې د دې پلاوي سفر کې به، پر بین‌الافغاني مذاکراتو او د دې مذاکراتو پر اسانوالي خبرې وشي.»

سرچینې وایي، تراوسه دوه ځل دا سفر ځنډېدلی، خو بیا هم په پام کې ده، چې دا پلاوی به طالبانو سره د مذاکراتو اسانوالي، اوربند او داسې ډاډ ترلاسه کولو لپاره خبرې وکړي، چې طالبان پر سوله جدي مذاکرات وکړي.

د پوهنتون یوه استاد نصرالله ستانکزي ویلي:«د سولې لپاره چې هره هڅه کېږي مهمه ده، د دې محترمو سیاستوالو سفر به هم اغېزناک وي، خو مهمه داده، چې د دوحې او کابل باور به څرنګه پیدا کوي.»

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي ویلي، چې پاکستان د افغان کشالې حل په خبرو غواړي او پاکستان به د افغانستان سوله کې مرسته وکړي.

وړاندې د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پر طالبانو غږ کړی، چې ژر او په ښه نیت سره د افغانستان اسلامي جمهوریت سره خبرې وکړي او تاوتریخوالی پرېږدي.

بل خوا د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر یوه غونډه کې ګډون لپاره ترکیې ته تللی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب وایي:«ټاکل شوې د بهرنیو چارو وزیر به د دغې غونډه په څنډه کې د سیمې د هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې وکړي.»

د جمهوریت یو پلاوی داسې مهال دوحې ته ځي، چې د سولې مذاکرات نه‌دي پیل او جګړې هم زور اخېستی دی، چې عام خلک یې اندېښمن کړي دي.

سرچینې وایي، تراوسه دوه ځل دا سفر ځنډېدلی، خو بیا هم په پام کې ده، چې دا پلاوی به طالبانو سره د مذاکراتو اسانوالي، اوربند او داسې ډاډ ترلاسه کولو لپاره خبرې وکړي.

شریک یي کړئ