Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قریشي: که اوسنی وضعیت مدیریت نه‌شي افغانستان به کورنۍ جګړه کې شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي خبرداری ورکړی، چې که د افغانستان د اوسني وضعیت مدیریت ناکام شي، نو دا هېواد به کورنۍ جګړه کې شي.

ښاغلی قریشي وایي، اوسنی وضعیت، د افغانانو ترمنځ خبرو، پخلاینې، یو بل منلو او د افغانانو په مشرۍ مدیریتېدلی شي.

قریشي له طلوع‌نیوز سره ځانګړې مرکه کې ویلي، اړتیا ده، چې افغان مشران انعطاف وښيي او د سولې بهیر مخته یوسي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر، چې د افغان سولې بهیر کې پرمختګ ته لږ هیله‌من دی، ویلي یې دي، چې پاکستان د افغان سولې د بهیر اسانولو کې تل هڅې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي ویلي:«کوم څه چې بدل شوي، هغه د پاکستان تګلاره ده. موږ غواړو چې افغانستان کې سوله او ټیکاو وي. ځکه چې موږ دا احساسوو، چې سوله‌ییز او ارام افغانستان، موږ ته د پراخ سیمه‌ییز پیوستون لار برابروي.»

ښاغلي قریشي زیاته کړې:«که د پانګونې او د دوه اړخېزو سوداګریزو اړیکو د پراخولو په لټه کې یاست، نو دا یوازې په سوله کې کېږي. افغانستان کې سوله او ټیکاو یوازې د افغانستان اړتیا نه‌ده، بلکې د پاکستان غوښتنه ده او موږ ته ګټه کوي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د نړۍ تګلاره بدله شوې او اوس پر دې باور نه ده، چې سوله پر پوځي لار ټینګېدای شي.

ښاغلي قریشي زیاته کړې:«کلونه وشول، چې وایو د افغانستان جګړه نظامي حل لار نه‌لري. څه چې بدل شوي، نوې تګلاره ده او هغه دا چې سیاسي حل لاره اړتیا ده او موږ د دې پلوي یوو.نړۍواله فضا بدله شوې او دا فضا تر بل هر وخت د سولې لپاره پرېکنده ده.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې تر سولې وروسته، پاکستان په افغانستان کې د څه شان حکومت پلوي دی؟ ښاغلي قریشي ویلي، چې په دې هکله دې د افغانستان خلک پرېکړه وکړي، چې څوک پرې حکومت وکړي.

شاه‌محمود قریشي ویلي:«افغانستان کې یوازې هغه مهال سوله کېږي، چې تاسې کېنئ او روغه وکړئ. که تاسې کېنئ او روغه او مذاکره وکړئ، نو تاسې به معلومه کړئ چې څرنګه اساسي قانون غواړئ، څرنګه نظام باید وي. زموږ وړاندیز دادی، چې ټول‌ګډونه نظام دې وي.»

په دې مرکه کې له ښاغلي قریشي پوښتنه شوې، چې د افغان سولې بهیر کې څه پرمختګونه شوي؟ هغه ویلي، دا پوښتنه دې د افغانستان له خلکو وشي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي:«د افغان سولې بهیر باید د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو کې منطقي نتیجې ته ورسېږي. موږ له هغوی سره د مذاکراتو مېز ته نه یوو ناست. هر کله چې اړتیا پېښه شوې، موږ دا بهیر اسان کړی دی. موږ نه‌شو کولی ستاسې په استازیتوب پرېکړې وکړو. دا افغانان دي، چې سره ناست دي او پرېکړه به کوي، چې څه غواړي؟.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، چې که اوسنی وضعیت مدیریت نه‌شي، افغانستان به کورنۍ جګړه کې شي.

قریشي ویلي:«دا تاسې پورې تړلې ده. دا د افغانستان مشرتابه پورې تړلې ده. دا د افغانستان د مشرتابه په وس پورې تړلې ده، چې یوه لار ومومي. که تاسې پاتې راغلئ، که د افغانستان مشرتابه پاتې راغله، نو هو! موږ یوې کورنۍ جګړې ته ځو. او که خدای مه‌کړه کورنۍ جګړه وشوه، نو داسې به هم کړېږي او موږ هم.»

د پاکستان او طالبانو اړیکه

په دې مرکه کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر طالبانو سره د پاکستان اړیکه ومنله، خو ټینګار یې وکړ، چې د طالبانو د مشرتابه اکثره غړي په افغانستان کې اوسېږي.

قریشي ویلي، د طالبانو کومه مشرتابه چې په دوحه کې ده، پاکستان ته د سولې د پروسې د اسانولو لپاره راځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل:«هغوی یعنې د طالبانو مشران، دوحې ته ځي. هغوی نورو ځایونو ته هم سفرونه کوي. هغوی مسکو ته لاړل. هغوی نورو سیمو ته هم تللي دي.»

د کابل او اسلام‌اباد اړیکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، پاکستان، یو خپلواک، سوله‌ییز او ولسواک افغانستان غواړي. قریشي ټینګار کړی، چې پاکستان د افغانستان د ستونزو مسوول نه دی.

شاه‌محمود قریشي، پر اسلام‌اباد د کابل تورونو ته په اشاره وویل، چې پاکستان او افغانستان هله ښه ګاونډیان کېدلی شي، چې کابل ومني، چې ډېورنډ یوه نړۍواله پوله ده.

قریشي ویلي:«ښه، که موږ غواړو مخې ته لاړ شو او د ښو ګاونډیانو په څېر، د یو بل څنګ کې واوسو – چې زموږ ټولو غوښتنه هم ده، نو باید ډېورنډ د نړۍوالې پولې په توکه په رسمیت وپېژنو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو نه وزیر پوښتنه وشوه، چې ایا دا موضوع له افغان چارواکو سره شریکه شوې؟ هغه وویل:« ښه، زما په فکر، که هغوی د خپلو کورنیو سیاسي دلایلو پر بنسټ دا ومني که نه، دا چې پوله شته، زما په نظر دا یوه نړۍواله پوله ده.»

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر سره سم، دې هېواد کې جګړې هم زور اخېستی. ښاغلي قریشي د دې تاوتریخوالي د ډېروالي لامل، د طالبانو ورهاخو لوري ګڼي.

قریشي ویلي:«څوک یې مسوول دی؟ څوک یې مسوول دی؟ که بیا تاسې هڅه وکړئ. که تاسې داسې فکر وکړئ، چې ګنې تاوتریخوالی د طالبانو له کبله زیات دی. دا به مبالغه وي. ولې داسې وایم؟ ایا هلته نورې کړۍ نه‌شته، چې ورانوونکی رول ولري؟»

شاه‌محمود قریشي وویل، داعش داسې ډله ده، لکه افغانستان کې دننه لوري، چې د سولې پروسه ورانوي. هغه وویل:«هغوی چې جنګي اقتصاد کې رول لري. هغوی چې غواړي واک کې پاتې شي. هغوی چې دوه ګامه وړاندې ځای ته نه ګوري او یوازې غواړي چې واک کې پاتې شي.»

د نوي ډیلي او کابل پراخه راشه درشه، د پاکستان بله اندېښنه ده، چې دې مرکه کې پرې خبرې شوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي:«نه، زه وایم چې موږ احساسوو چې هند سره پوله نه لرئ، او البته چې خپلواکې اړیکې لرئ او دوه اړخیزې اړیکې لرئ او حق لرئ، چې هند سره خپلواکې اړیکې ولرئ، تاسې هند سره سوداګري کوئ تاسې هلته پراختیایي کارونه کوئ.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه