Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته نوي سرپرستان معرفي شول

ولسمشر محمد اشرف غني نن (شنبه د غبرګولي په ۲۹ مه نېټه) بسم‌الله خان محمدي د ملي دفاع وزارت، عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو وزارت او حیات الله حیات د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت سرپرستان کړل

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، دا سرپرستان چې دغو وزارتونو ته نوماندان هم دي، ډېر ژر به ولسي جرګې ته د باور رایې اخستو لپاره معرفي شي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني، ولي محمد احمدزی د پوځ لوی درستیز ګومارلی دی.

تر بسم‌الله خان محمدي وړاندې اسدالله خالد د ملي دفاع وزارت وزیر وو. ښاغلی محمدي د حامد کرزي په حکومت کې، د ملي دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د لوی درستیز پر څوکیو کار کړی دی.

د ملي مصالحې عالي شورا وایي، چې دفاع وزارت ته د محمدي په معرفۍ ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله توافق کړی دی.

په دې هکله د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون مشر مېرحیدر افضلي وویل:«د افغانستان اردو په داسې حالت کې جوړه شوې، چې تر ډېره جګړې کې وه او دې اردو تراوسه داسې فرصت نه دی برابر کړی، چې د خلکو پر ځای سیسټم ورته کار وکړي. نو له همدې کبله موږ ویلی شو، چې لا هم افراد رول لوبولی شي.»

ولسمشر غني په جلا جلا حکومونو کې د کندوز والي عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو وزارت سرپرست ګومارلی او د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات یې د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت سرپرست ګومارلی دی.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون مشر خان‌اغا رضایي وویل:«همغږي دې شي او د جګړې لومړۍ کرښې ته ورشي.»

بل خوا لوی درستیز یاسین ضیاء له دندې ګوښه او پر ځای یې، د عامه تصدۍ رییس ولي محمد احمدزی د هېواد لوی درستیز ګومارل شوی دی.

ولي محمد احمدزي تر دې وړاندې د ۲۱۵ میوند او د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندان په توګه کار هم کړی دی.

پخواني نظامي صالح محمد ریګستاني وویل:«هر څوک چې ګوماري د جګړې له ډګره دې وګوماري نه د خوب له کوټې.»

څو ورځې وړاندې اسدالله خالد د ملي دفاع له وزارته استعفا وکړه او درې میاشتې وړاندې مسعود انداربي د کورنیو چارو وزارت له څوکۍ ګوښه شوی وو او تراوسه حیات الله حیات د کورنیو چارو وزارت سرپرست وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه