Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: که طالبان دوښمني وغواړي سخت ځواب به ورکړل شي

ولسمشر غني پرون (شنبه د غبرګولي په ۲۹ مه نېټه) خبرداری ورکړ  چې که طالبان دوښمني وغواړي، سخت ځواب به ورکړل شي.

ولسمشر د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته د نوماندانو د معرفۍ غونډه کې وویل، طالبان باید څرګنده کړي، چې واک کې راتلل څرنګه غواړي؟ په سیاسي حل که د “دوښمنۍ” په دوام.

ولسمشر وویل:«طالبان باید انتخاب وکړي، چې راتلونکې کې د سیاسي لارې نه دایمي سوله وکړي او د دې باعزته ملت برخه شي او  یا که غواړي د دې ملت دوښمنان شي، نو که دوښمني غواړي نو دا ملت به کلک ځواب ورکوي. په دې کې دې څوک شک نه کوي.»

ولسمشر طالبانو ته په اشاره وویل، چې ولې عامه تاسیسات او پلونه په نښه کوئ او ولې په بمونو ښځې او ماشومان قرباني کوئ؟

ولسمشر غني وايي، د طالبانو وروستي بریدونه د پوښتنې وړ دي او اوسني تاوتریخوالي کې ځینې لاس لري.

ولسمشر زیاته کړې:«ولې ولسوالیو او ښوونځیو ته اور ورنه کوئ؟ ایا د دې ځواب لکه لمر روښانه نه دی؟بل چاته کار کوئ؟»

ولسمشر غني په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې بدلون د دغو بنسټونو پیاوړتیا لپاره بولي.

ولسمشر وویل:«ټول پوهېږو چې د وطن په لاره کې شهادت ویاړ دی خو موږ غواړو ژوند وکړو نه مرګ. تر کومه به دا هېواد د سولې له اساسي حقه بې برخې وي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه