پاکستانیو خبري اژانسونو نن داسې رپوټونه خپاره کړي، چې پاکستان به روانه میلادي میاشت کې د ډېورنډ کرښې شاوخوا ته د اغزن تار غځول بشپړ کړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ، د پاکستان کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د اغزن تار غځولو چارې ۸۸ سلنه مخې ته تللې دي او د جون تر ۳۰ مې به بشپړې شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې راتلونکې دوه، درې میاشتې به ياکستان لپاره مهمې وي، داسې چې له افغانستانه بهرني ځواکونه هم په وتلو دي.
ډان ورځپاڼې ته د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي:«اوسمهال د افغانستان شاوخو ۳۸ سیمو کې جګړه روانه ده.»