Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان بهرنیو چارو وزارت: پاکستان کولی شي طالبان سولې ته وهڅوي

افغان بهرنیو چارو وزارت ټينګار کوي، داسې خبرو او اعلامیو نه دې ډډه وشي، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ټکنۍ کوي.

په همدې حال کې افغان بهرنیو چارو محمد حنیف اتمر، ترکیه کې د انتالیا ډېپلوماسۍ غونډه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو ته اشاره کړې. ښاغلي اتمر ویلي:«موږ کولی شو طالبانو سره سوله وکړو. ځکه چې هغوی افغانان دي. خو هغوی باید ترهګري پرېږدي. هغوی باید د خلکو وژل بس کړي او هغوی باید نړۍوالې ترهګرۍ سره همکاري بنده کړي.

موږ نه شو کولی نورو ترهګرو ډلو، لکه: القاعده او داعش چې افغانان نه‌دي سوله وکړو. ځکه چې هغوی سره کار کولو لپاره کوم سیاسي دلیل نه‌لرو. هغوی باید زموږ له هېواده ووځي.»

دا ټول داسې مهال، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي له طلوع‌نیوز سره ځانګړې مرکه کې وویل، چې د طالبانو د مشرتابه اکثره غړي په افغانستان کې دي او کوم طالب مشران چې پاکستان ته ځي، د سولې د خبرو اسانوالي لپاره ورځي.

ښاغلي قریشي ویلي:«کله چې ناکامي په کور دننه وي، خو تاسې پاکستان په‌کې تورنوي. پاکستان په افغانستان کې د دننه ناکامۍ مسوول نه‌دی. پاکستان افغانستان کې د شخړو مسوول نه دی. که د افغانستان مشرتابه نه‌شي کولی کېني او سوله وکړي، پاکستان مسوول نه‌دی.»

د طالبانو او طالبانو سره د پاکستان د اړیکو په هکله د قریشي خبرو ته په افغانستان او پاکستان کې غبرګونونه ښودل شوي دي.

د پاکستان د پارلمان یوه غړي محسن دوړ ویلي:«قریشي له طالبانو داسې دفاع وکړه، لکه د طالبانو بهرنیو چارو وزیر چې وي.او کېدای شي – هغسې چې د طالبانو کنټرولوونکي یو دي، کېدای شي هغه ته یې د ډېرې مودې لپاره چارج ورکړی وي، نو ځکه یې دغسې خبرې کړې دي.»

د افغانستان د ولسي جرګې یوې غړي مرسل نبي‌زاده ویلي:«دا بې‌شرمانه خبرې دي، داسې چې لمر ته ګورې او ووایې چې لمر نه‌شته. دا لکه لمر روښانه ده، چې د طالبانو مرکزونه پاکستان کې دي او پاکستان د طالبانو تر ټولو قوي ملاتړی دی. »

طلوع‌نیوز سره مرکه کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، د دې لپاره چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د دوو ګاونډیان په شان شي، نو د ډېورنډ کرښه دې نړۍواله پوله وګڼل شي، خو کابل کې نظرونه دادي، چې اوس د دې مسالې وخت نه‌دی.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي:«د پولو او ګاونډیانو سره د ستونزو په څېر مسایل ملي قضیې دي، باید ورته صبر وکړو. یوازې پاکستان نه بلکې نورو ګاونډیانو سره هم ستونزې لرو.»

له دې ټولو سره د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، چې که د افغانستان اوسنی وضعیت مدیریت نه‌‌شي، نو دې هېواد کې به کورنۍ جګړه وشي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون وایي، چې پاکستان داسې لارې لري، چې پرې طالب مشران مانالرونکو مذاکراتو ته هڅولی شي.

شریک یي کړئ