Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا ته د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سفر

سپینې ماڼۍ پرون یکشنبه اعلان وکړ، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله به، د جون په ۲۵ مه، یعنې راتلونکې جمعه، د امریکا متحدو ایالتونو ته سفر وکړي.

د سپینې ماڼۍ خبرپاڼه کې راغلي:«ولسمشر بایډن به د جون په ۲۵ مه، سپینه ماڼۍ کې ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ته ښه راغلاست ووايي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، دې سفر کې به د افغانستان او امریکا په دایمي ملګرتیا خبرې وشي، په داسې حال کې چې افغانستان کې د امریکا نظامي حضور په ختمېدو دی:«د امریکا متحده ایالتونه ژمنه کوي، چې له ډېپلوماټیکو، اقتصادي او بشرې مرستو له لارې به د افغانستان له خلکو ملاتړ کوي. دغه راز د افغان مېرمنو ملاتړ به هم کوي.»

امریکا ته د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سفر داسې مهال دی، چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي او افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی روان دی. د سرچینو په وینا، تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو پر ۱۱ ولسوالیو ولکه ټینګه کړې ده.

شریک یي کړئ