Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جګړو زور اخېستو سره سم د امنیتي بنسټونو مشرتابه کې بدلون

داسې حال کې چې طالبانو پر ګڼو ولسوالیو بریدونو ته زور ورکړی او د هېواد بېلابېلو سیمو کې ناامنۍ ده، د امنیتي او دفاعي بنسټونو مشرتابه کې اوس اوس ځینې بدلونونه راغلي دي.

ارګ وايي، دا تغییرات د جګړې د ډګر سم مدیریت په موخه دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند محمد امیري وویل:«د هېواد د امنیتي او دفاعي چارو د غوره مدیریت لپاره سترجنرال بسم الله محمدي د دفاع وزارت او جنرال عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو وزارت سرپرست ګومارل شوی.» 

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، ولایتونو کې تغییرات او اصلاحات د سیاسي او امنیتي وضعیت پورې تړلې موضوع ده او کېدای شي په سیمه ییزه کچه نور تغییرات هم راشي.

 د سیمه ییزو ارګانونو اداره وايي، سرپل، زابل او فاریاب ولایتونو لپاره یې نوي والیان په دنده ګومارلي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاندې نرګس مومند وویل:«په محلي حکومتولۍ کې چې هر تغییر راځي په بشپړه توګه د جمهوریت بقا، د سیمه ییزې حکومتولۍ پیاوړتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو په موخه دي.»

د ولسي جرګې ځینې غړي بیا وايي، دا تغییرات ناوخته راغلي دي.

د ولسي جرګې یوه غړي عبدالرووف شپون وویل:«اوس چې کوم تغییرات راغلي باید یو کال مخکې راغلي وای. او که ولایتونو او ولسوالیو کې تغییرات را نه شي زه ولسمشر ته وایم چې دا به نتیجه ور نه کړي.»

د ولسمشر د حکمونو پر بنسټ څلور ورځې وړاندې بسم الله محمدي د دفاع وزارت سرپرست او عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو وزارت سرپرست ګومارل شوی.

همداشان، حمیدالله توخي د زابل عبدالحق شفق د سرپل او عنایت الله کمال د فاریاب والي ګومارل شوی دی.

شریک یي کړئ