Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وحید عمر: د طالبانو بریدونو وښوده چې بدل شوي نهدي

د ولسمشر یو سلاکار وایي، هغه هیلې چې د سولې بهیر سره د طالبانو د یوځای کېدو په تړاو دې وروستیو کې پيدا شوې وې، تېره یوه میاشت کې د طالبانو د بریدونو له کبله لهمنځه ولاړې.

عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر، د ټولو امنیتي او دفاعي بنسټونو د یوه نوي ویاند معرفۍ پر مهال وویل، چې تېره یوه میاشت کې د طالبانو بریدونو او ورانکاریو وښوده، چې دغې ډلې تغییر نهدی کړی.

ښاغلي عمر چې د ټولو امنیتي او دفاعي بنسټونو د ویاند په توګه یې یو جنرال معرفي کړ ویې ویل، هغه هیلې چې د سولې بهیر سره د طالبانو د یوځای کېدو په تړاو دې وروستیو کې پيدا شوې وې، تېره یوه میاشت کې د دغې ډلې د بریدونو له کبله لهمنځه ولاړې.

عامه او ستراتيژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وویل:«طالبان هغه کسان دي، چې خبریال وژني، عالم وژني. طالبان هغه کسان دي، چې هر ځای ته چې ځي، بس پلونه الوزوي، ښوونځی ورانوي او روغتون ورانوي.»

بل خوا حکومت وایي، ډاډه دی، چې تر راتلونکو لسو ورځو به ټولې هغه ولسوالۍګانې بېرته د امنیتي ځواکونو کنټرول کې راولي، چې اوس یې له لاسه وتلې دي.

په ورته وخت کې پروان، کاپیسا، بغلان، کندوز، تخار او بلخ ولایتونو کې سلګونه قومي مشرانو او عامو خلکو وسلې راخېستي او د افغان ځواکونو په ننګه طالبانو سره جګړې لپاره د جنګ لومړۍ کرښې ته ورغلي دي.

پروان کې یوه پخواني جهادي قوماندان نور حبیب ګلبهاري وویل:«پروان لس زره افتخاري او تیارسۍ حال کې ځواکونه برابروي، د پروان او نږدې ولایتونو دفاع لپاره.»

د کاپیسا د ولایتي شورا رییس محمد حسین سنجني ویلي:«خلک چمتو دي، چې د جګړې لومړۍ کرښې ته ورشي او نړۍوالې ترهګرۍ سره مبارزه وکړی.

بغلان کې هم خلکو وسلې راخېستې دي.

بغلان کې د ولسي پاڅونوالو یوه قوماندان وویل:«زموږ پرسونل مورچلو کې دی، دا پرسونل چې وینئ، منتظر ټولی دی.»

دا لومړی ځل دی، چې په دومره پراخ شکل سره عامو خلکو د طالبانو خلاف وسلې راخېستې دي.

د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا یوه غړي حفیظ الرحمان نقي وویل:«د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د ولسي پاڅونوالو په وسیله سیاسیون چې راپورته شوي، د جګړې اور تېزوي او له بلې خوا د افغانستان بهرنی سیاست ټکنی کوي.»

له دې ټولو سره ولسمشر غني پرون دوشنبه له سیاسیونو سره د هېواد پر اوسني وضعیت جوړه غونډه کې د حالاتو مدیریت لپاره پر اجماع ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه