Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسماعیل‌خان: سیاستوال له حکومته نهیلي شول

یو پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان وايي، داسې حال کې چې سیاسي اجماع ته تر بل هر وخت اړتیا ډېره ده، خو په وینا یې نور د اجماع جوړولو برخه کې سیاستوال له حکومت نهیلي شول.

اسماعیل خان د دولت عالي شورا نه جوړېدو ته په اشاره وايي، پر سیاسي اجماع باور نه لري.

ښاغلي اسماعیل خان ویلي:«په واقعیت وایم چې اجماع نه جوړېږي. دلیل یې دادی چې سیاستوال باور نه لري، کومې پرېکړې چې کوي د دولت رییس به یې عملي کړي.»

د دولت عالي شورا جوړول د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي توافق برخه وه چې تراوسه نه ده جوړه.

د مارشال دوستم په مشرۍ جنبش ملي ګوند هم وايي، چې حکومت یوازې په ظاهره د جمهوریت او ملي مشارکت خبره کوي.

د جنبش ګوند ویاند احسان نېرو ویلي:«ولسمشر امریکا ته سفر کوي نو په درې کسیز جمهوریت سره هېڅ وخت د افغانستان د قومونو غوښتنې نه شي منلی.»

په دې هکله د سیاسي چارو یوه شنونکي شهزاده مسعود وویل:«کرزي صاحب د سیاسي او ملي اجماع لپاره ډېرې هڅې وکړې او لا یې کوي خو دا چې څوک د اجماع مخه کې خنډ دی، راتلونکی به یې په هکله قضاوت وکړي.»

د ملي پیوستون ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني ویلي:«سیاستوالو ته حیران یم…اوونۍ کې لس ځل ورځي خو هېڅ نتیجه نه لري.»

خو ارګ وايي، ولسمشر اوس اوس له سیاستوالو سره اغېزناکې غونډې کړې دي.

د ولسمشر یوه سلاکار وحید عمر ویلي:«حکومت کې دننه او بهر سیاسي مشرتابه پر یوه موضوع راټول دي او دا چې ټول په یوه لیکه کې درېږو او دوښمن سره مبارزه کوو.»

دا هر څه داسې مهال دي، چې وروستیو څه کم دوو میاشتو کې شاوخوا ۷۰ ولسوالۍ یا طالیانو نیولې دي او یا هم د حکومت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې دي.

بل خوا د هېواد شمال او ځینو نورو سیمو کې عامو خلکو د طالبانو خلاف او د افغان ځواکونو په ننګه وسلې راخیستې دي.

شریک یي کړئ