د پکتیا د ۱۴ ولسوالیو لهمنځه، اوس د نهو ولسوالیو پر مرکزونو د طالبانو کنټرول دی.
وروسته له هغې، چې پکتیا کې د نهو ولسوالیو پر مرکزونو طالبانو ولکه ټینګه کړه، اوس د پکتیا والي حلیم فدايي وایي، د امنیتي ځواکونو په منځ کې د طالبانو نفوذي کسان وو، چې لهکبله یې د ځینو ولسوالیو مرکزونه طالبان لاندې کړي دي.
ښاغلی فدايي وایي، قومي مشرانو هم طالبانو ته د ولسوالیو سپارلو کې رول درلود.
د پکتیا والي حلیم فدایي ویلي:«د قومي مشرانو او امنیتي ځواکونو په منځ کې د نفوذیانو حضور، اوسنیو شرایطو کې خطرناک کار دی او پر وضعیت منفي اغېز کوي.»
په دې هکله ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو یوه استازي یارباز حمیدي ویلي:«ځینې جاسوسان هڅه کوي، چې د قومي مشرانو او امنیتي ځواکونو منځ کې نفوذ سره، زموږ د سرتېرو مورال کمزوری کړی چې الحمدالله اوس زموږ د ځواکونو مورال پورته دی.»
په ورته وخت کې د پکتیا ولایت ځینې اوسېدونکي وایي، له نښتې پرته، د ولسوالیو له مرکزونو د ځواکونو وتلو، دوی اندېښمن کړي دي.
د پکتیا د احمدخېلو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نواب ویلي:«لاره کې هم طالبان دي او هم حکومت. وضعیت هېڅ ښه نهدی.»
د ځاځياریوب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي بریالي مفتون ویلي:«کله چې طالبان راغلل، شمېر یې زیات وو. قومي مشرانو منځګړتوب وکړ او امنیتي ځواکونو له ټولو امکاناتو سره سیمې پرېښودې.»
د افغانستان سویل ختيځ کې پروت پکتیا ولایت ۱۴ ولسوالۍ لري، چې لهمنځه یې، جانيخېل، ډنډپټان، څمکنۍ، ځاځياریوب، احمدخېل، لژيمنګل، میرزکه، سیدکرم او روحاني بابا ولسوالیو مرکزونه طالبانو لاندې کړي دي.
په دې اړه مو اندونه