Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

میرزکوال: طالبان هڅه کوي د دولت جنګي تجهیزات پاکستان ته یوسي

د کورنیو چارو سرپرست عبدالستار میرزکوال ادعا کوي چې طالبان هڅه کوي له افغان پوځيانو نیول شوي پوځي وسایط پاکستان ته ولېږدوي.

ښاغلی میرزکوال چې د پکتیا امنیتي وضعیت ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی وايي طالبان غواړي پوځي ټاکونه د زابل له لارې پاکستان ته انتقال کړي.

نوموړي زیاته کړه:«دا اطلاعات هم شته چې طالبان ځينې ټانګونه د زابل له لارې پاکستان ته لېږدوي. د امنیت شورا او د هېواد د وسله وال پوځ سر قومنداني اعلی حکم کړی چې دایمي هوايي ګزمې دې وشي ترڅو هر ټانګ چې د پاکستان په لور ولېږدول شي په نښه کړل شي.»

د سیمه ییزو اورګانونو رییس شمیم خان کټوازی هم وايي:«هغه وسایل چې د امنیتي ځواکونو دي، هغه یې د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته اړولي دي. په دې هکله تصویرونه او شواهد شته چې پاکستاني سرتېرو له هغوی سره انځورونه اخیستي دي.»

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پاکستان ته د دغې ډلې له خوا د تجهیزاتو لېږد ردوي.

په پکتیا کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د میرزکه ولسوالۍ د بېرته نیولو د عملیاتو په لړ کې داسې جنګیالي نیول شوي دي چې پاکستاني دي او په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو په لیکو کې جنګېدل.

د پکتیا میرزکه ولسوالۍ چې تېر شپه افغان ځواکونو ونیوله چارواکي وايي طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ او پوستې سوځولې دي. 

د پکتیا والي حلیم فدايي څرګندوي:«له بدغه مرغه هغوی پوستو ته اور ورته کوي، ویجاوړوي؛ هغوی له دې پرته بل پیغام نه لري.»

د هېواد په سوېل ختیځ کې د ۲۰۳ تندر قول قومندان وايي پکتیا نورو اووه ولسوالیو د نیولو لپاره عملیات ادامه لري.

د ۲۰۳ تندرقول اردو قومندان جلال الدین یفتلي وايي:«په ټوله ولسوالۍ کې یې ویجاړۍ کړې دي؛ ښیښې یې ماتې کړې دي، د هغوی ځينې برخې یې سوځولې دي... اوس دلته رارسېدلي دي او دفاعي کرښه جوړوي او خپل نور پلانونه لري.»

پکتیا څوارلس ولسوالۍ لري چې اووه ولسوالۍ جانخیل، ډنډې پټان، څکمنیو، ځاځي اریوب، احمدخېل، لژه منګل او روحاني بابا د طالبانو په لاس کې دي.

شریک یي کړئ