Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'له طالبانو څخه د پکتیا د ولسوالیو د بېرته نیولو عملیات زور اخلي'

د پکتیا د میرزکه ولسوالۍ له ازادولو سره هم مهاله د نورو سمیو د ازادولو لپاره دولتي ځواکونو خپل عملیات زیات کړي دي.

بلخوا له دې سره جوخت له څلرویشتو ساعتونو څخه په کمه موده کې، د طالبانو له خوا د پروان د سیاه ګرد او شینواري ولسوالیو، د کندهار د غورک او د زابل د میزان ولسوالیو د مرکزونو له پرځېدو خبر ورکړل شوی دی.
        
د پروان اوسېدونکی ویس الدین فرهاد وايي:«د غوربند د خلکو غږ واورئ! مه پرېږدئ چې غوربند د دسیسو خوراک شي.»
                          
د پروان بل اوسېدونکی جلیل هم وویل:«کله چې سیمې سقوط کوي، باید هغو سیمو ته جدي پاملرنه وشي او ولسوالۍ بېرته ونیول شي چې عادي خلک مرګ ژوبله ونه ویني.»

اوس مهال د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه د شینوارو ولسوالۍ او چارېکار ښار تر منځ سیمه کې روانه ده.
             
د پروان والي فضل الدین عیار څرګندوي:«سیمې به بېرته د دولتي ځواکونو لاس ته راشي. په هغو هوايي بریدونو کې چې تېره شپه پر طالبانو وشول، کابو شل تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.»

د کندهار غورک او د زابل میزان ولسوالۍ هم په تېرو څه کم څلرویشتو ساعتونو کې د طالبانو لاسته لوېدلې دي.

خو حکومت وایي چې د ولسوالیو د بېرته نیولو په لړ کې دولتي ځواکونو د پکتیا د میرزکې ولسوالۍ مرکز بېرته نیولی دی.       

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړی سیدحسن پکتیاوال وویل:«د افغانستان امنیتي او دفاعي ارګانونه تل د هېواد د امنیت په تامین کې هڅاند دي، خو له بده مرغه د امنیتي او دفاعي ارګانونو په راس کې داسې کسان دي چې تل یې سلیقه يي او سیاسي چلن کړی دی.»
                    
بل خوا د کندوز ځایي چارواکي د ۲۹ ولسي وګړو د وژل کېدو او د ۲۲۵ نورو د ټپي کېدو خبره کوي.
                       
د کندوز اوسېدونکی طالب شاه وايي:«موږ د خپل کور د تشولو په حال کې وو چې هاوان راغی؛ پلار مې شهید شو او زه ټپي شوم.»
 
د کندوز د عامې روغتیا رییس احسان الله فضلي هم وویل:«په مرګ ژوبله کې ښځې، ماشومان او ډېر عمر لرونکي شامل دي.»

ملي دفاع وزارت وایي چې د هېواد په ځینو سیمو کې د تېرو څلرویشتو ساعتونو د عملیاتو په لړ کې شاوخوا ۲۰۵ طالبان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات نور ټپيان شوي دي، خو طالبان دغه ادعا نه مني.
               
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی څرګندوي:«زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه له ډېرې لوړې روحیې سره د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو په هڅه کې دي. په تېره یوه شپه او ورځ کې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.»

د طلوع نیوز د ثبت شویو شمېرو پر بنسټ، په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۱۰۰ ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې دي، خو حکومت وایي چې په وروستیو ورځو کې یې له دغې ډلې نه ۱۱ ولسوالۍ بېرته نیولې دي.
 
د طالبانو لاسته د هېواد د ولسوالیو د مرکزونو د لوېدلو په لړ کې له پروان ولایت نه رارسېدلی خبر وایي چې د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو وروسته دولتي ځواکونه د سیاه ګرد او شینوارو له سټراټېژیکو ولسوالیو نه په شا شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه