Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار کې چاودنې یو کس وژلی ۴ یې ټپیان کړي

د ننګرهار چارواکو نن (دوشنبه د چنګاښ په ۷ مه) ویلي، چې جلال اباد ښار کې ماین چاودنې یو ملکي کس وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وایي، په ټپیانو کې دوه ښځې، یو سړی او یو ماشوم شامل دي.

خوږیاڼي ویلي:«یو کس چې ریکشا یې لرله، دې چاودنه کې وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان دي، چې دوه ښځې او یو ماشوم په‌کې دي. »

د خوږیاڼي په وینا، د پېښې ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.

د طالبانو په ګډون تراوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت نه‌دی منلی.

د ننګرهار چارواکي وایي، چې پېښه د ښار پینځمې حوړې اړوند، د پوهنې ریاست ته نږدې شوې ده.

شریک یي کړئ