Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: که جګړه وتپل شي افغانان به له هېواده دفاع وکړي

د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن (دوشنبه د چنګاښ په ۷ مه) کابل کې خبري غونډې ته وویل، که پر افغانانو جګړه وتپل شي نو افغانان به له خپلې خاورې دفاع وکړي.

ښاغلي عبدالله ویلي:«سوله تل د افغانستان د خلکو غوښتنه وه/ده خو که پر خلکو جګړه وتپل شي، نو خلک به له ځانه د دفاع پرته بله لار و نه لري. د سولې هڅې روانې هم دي.»

د مصالحې شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي:«مسکو کې د طالبانو له استازو سره کتنه کې، هغوی ته زما پیغام وو دا چې دواړه غاړې په جګړه او زور نتیجې ته نه‌شي رسېدلی. دا ممکنه نه ده چې طالبان د پوځي لارې نه ځانونه هدف ته ورسوي.»

ښاغلي عبدالله ویلي، چې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د افغان پلاوي کتنه کې، امریکایي ولسمشر ویلي:«د سولې په پروسه کې د افغانانو له خلکو سره یوو او له افغان ځواکونو ملاتړ کوو.»

ښاغلي عبدالله دا هم ویلي:«د امریکا ولسمشر د سیاسي حل په اړتیا ټینګار کړی.»

د تېرې جمعې پر ورځ ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وکتل.

په هغه کتنه کې د امریکا ولسمشر وویل، چې امریکا به افغانستان سره دایمي ملګرتیا کوي.

د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي، چې د سولې هڅې به روانې وي.

شریک یي کړئ