Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېره یوه شپه او ورځ کې طالبانو د څلورو ولسوالیو مرکزونه ولکه کړي

په تېره یوه شپه او ورځ کې په غزني ولایت کې د درې ولسوالیو مرکزونه او په پکتیکا کې د یوې ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د غزني ولایت د خواجه عمري، مقر او واغظ ولسوالیو مرکزونه او په پکتیکا کې د خوشامند ولسوالۍ مرکز هغه برخې دي چې له تېرې شپې راهیسې تراوسه د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

د ولسي جرګې غړی خداداد عرفاني وايي:«د عزني داتلسو ولسوالیو له ډلې، فکر کوم چې ښايي د اوو نورو ولسوالیو - درې ولسوالۍ یې هماغه ډول، یوازې مرکز د دولت په لاس کې دی او کابو درې نورې ولسوالۍ ثابتې دي.»

بل خوا د کندوز په بېلابېلو برخو په تېره بیا د دغه ولایت د مرکز په شاوخوا کې له دوو اونیو جګړو وروسته له یکشنبې ورځې راهیسې  د کندوز ښار وضعیت ارام شوی دی.

د کندوز یو اوسېدونکی وايي:«دم ګړۍ د ښار وضعیت ښه دی، مخ په ښه کېدو دی، ټولې هټۍ پرانیستې دي.»

د کندوز بل اوسېدونکی هم څرګندوي:«امنیت دې راولي، تر کله به جګړه وي چې نه د شپې خوب لرو او نه هم د ورځې وتلی شو.» 

دولتي ځواکونه هم د کندوز ښار په شاوخوا کې د خپلو مرچلو پر کلکولو ټینګار کوي.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو د لومړی لوا سرپرست شاه‌محمود فضلي څرګندوي:«ټول ځواکونه او پرسونل چې له ولسوالیو د کندوز مرکز ته راغلي دي، د کندوز ښار په ټولو څنډو او ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.»

په افغانستان کې د جګړې په زور اخیستو او د ښکېلو لوریو ترمنځ د ولسوالیو د مرکزونو د لاس په لاس کېدو په لړ کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد  د دغه هېواد له جیو ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو د کورنیو د اوسېدو او دغه هېواد ته له افغانستانه د طالباانو د مړو او ټپیانو د لېږدېدو خبره کوي.

نوموړی زیاتوي:«مساله دا ده چې د طالبانو یا د نورو هغو کسانو کورنۍ چې هلته دي، دلته په پاکستان کې ژوند کوي. هغوی په پاکستان کې دي، په مروت، لوبیر بارَکو او ترنول کې، پر دې سربېره د هغوی ځینې مړي هم دلته رالېږدول کېږي او دغه راز یو شمېر نور بیا د درملنې لپاره راوړل کېږي چې د دې ځای په روغتونونو کې یې درملنه کېږي.»

د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د دغو خبرو په غبرګون کې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې له پاکستانه د طالبانو د ملاتړ دا افشا کېدل ستایي، خو طالبان د شیخ احمد رشید دا خبرې ردوي او ټینګار کوي چې مشران یې له خپلو کورنیو سره په افغانستان کې دننه دي.

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کندوز او تخار ولایتونو په ځينو برخو کې له پرمختګونو هم رپوټونه ورکړل شوي دي.

شریک یي کړئ