Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي دفاع وزارت سرپرست: طالبان به د جګړې له لارې ګټونکي نه شي

د ملي دفاع وزارت سرپرست بسم الله محمدي میدان وردګو ته د خپل سفر په لړ کې طالبانو ته خبرداری ورکوي چې د جګړې له لارې به بریالي نه شي.

نوموړی ټینګار کوي چې، دم‎ګړۍ خلک هم له دولتي ځواکونو سره یو ځای د طالبانو پر وړاندې درېدلي دي او طالبان نه شي کولای چې د خلکو په وړاندې مقابله وکړي.

بسم الله محمدي زیاتوي:«جګړه د حل لار نه ده. که چېرې جګړه د حل لار وای په دغو شلو کلونو کې به معلومه وه. نو که چېرې هغوی وغواړي د جګړې او تاوتریخوالي له لارې د افغانستان پر خلکو ځان تحمیل کړي، خپل ارمان به ګور ته یوسي. دوی دې پوه شي چې د تاوتریخوالي له لارې نه کېږي.»

پروان، میدان وردګ، لوګر او لغمان د کابل په ګاونډ کې هغه څلور ولایتونه دي چې یو شمېر ولسوالۍ یې په وروستیو دوو میاشتو کې د طالبانو له لوري نیول شوې دي، خو تر اوسه د دغو ولسوالیو د بېرته نیولو عملیات نه دي پېل شوي.
                 
د میدان وردګ والي لونګ فیضان وايي:«که چېرې په رېښتیا طالبان یو ځل بیا غواړي خپله تېره تجربه تکرار کړي؛ د دوی لپاره به ترخه تجربه وي.»

په غوربند کې د ولسي پاڅونوالو قومندان فایض سیدخېلي هم وویل:«که چېرې واقعاً وجدان لري او له دغه هېواد سره هم لږه مینه لري، پرې دې ږدي او د بهرنیانو غږ ته د ې لبیک نه وايي.»

ورته مهال د جګړې په لومړۍ کرښه کې دولتي ځواکونه او ولسي پاڅون وال وايي هڅه کوي چې د طالبانو بریدونه په شا وتمبوي.
             
د ولسي پاڅونوالو غړی دوست محمد په دې هکله زیاتوي:«که چېرې طالبان وغواړي په زور او واک غوښتنې یا پر ظلم پر موږ قانون راوړي یا بدلون رامنځته کړي، هغه به په خوب وویني.»

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر په پېلېدو سره جګړې زور اخیستی دی. د شمېرو له مخې په وروستیو دوو میاشتو کې شاوخوا ۱۰۰ ولسوالۍ د طالبانو له لوري نیول شوې دي. خو امنیتي ادارې وایي چې ۱۱ ولسوالۍ یې بېرته نیولې دي.

د شمېرو له مخې په وروستیو دوو میاشتو کې شاوخوا ۱۰۰ ولسوالۍ د طالبانو له لوري نیول شوې دي. خو امنیتي ادارې وایي چې ۱۱ ولسوالۍ یې بېرته نیولې دي.

شریک یي کړئ