Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت له طالبانو د دري ولسوالیو د بېرته نیولو خبر ورکوي

حکومت له طالبانو څخه د فاریاب د پښتون کوټ او خان چهار باغ ولسوالیو او د بلخ د کلدار ولسوالۍ له بېرته نیولو خبر ورکوي.

بلخوا ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد د نورو ولسوالیو د ازادولو لپاره د دولتي ځواکونو عملیات هم دوام لري.
                   
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي:«په بلخ، تخار، بغلان او کندوز ولایتونو کې ځينې پرمختګونه شوي دي او دغه پرمختګونه به د هېواد په ټولو برخو کې هم وشي.»

له دې سره هم مهاله ځايي سرچینې وايي چې په کندهار کې د خاکریز او په لوګر کې د برکي برک ولسوالۍ له څلرویشتو ساعتونو څخه په کمه موده کې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

خو د غزني، کندوز، بغلان، تخار، فاریاب او میدان وردګ ولسوالیو د ولایتونو د مرکزونو په شاوخوا کې د جګړې دوام اندېښنې رامنځته کړې دي.

له دې ډلې شاوخوا درې اوونۍ کېږي چې د کندوز ښار په څو برخو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او له امله یې په سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.
           
په کندز کې د جګړې له امله بې ځایه شوې زرمینه وايي:«یوې خوا ته طالب دی او بلخې خوا ته دولت. برېښنا نشته، اوبه نشته، ډوډۍ نشته.»
       
په کندوز کې د جګړې له امله بل بې ځایه شوی ګل محمد هم څرګندوي:«زموږ لپاره هر څه ستونزمن شوي دي. خواړه، اوبه هېڅ هم نه لرو.»     

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازي پر کندوز ښار د طالبانو د بریدونو د مخنیوي او د بې ځایه شویو پر وضعیت د غور غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې غړې نیلوفر جلالي کوفي وايي:«دننه د کندوز په ښار کې جګړه دوام لري او که چېرې جدي او پر وخت پاملرنه ونه شي  په ډاډ سره درته وایم چې کندوز ولایت د درېیم ځل لپاره له سقوط سره مخامخ کېږي.»

بل خوا د میمنې، تخار، تالقان، میدان ښار او غزني ښارونو په ځینو برخو کې د جګړو دوام اندېښنې راپارولې دي.

په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازی امیرمحمد خاکسار په دې هکله زیاتوي:«په هېواد کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې ترتیب فکر نه کوم موږ دې په هېواد کې یوې پایدارې سولې ته ورسېږو.»

د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د جګړې په لومړۍ کرښه کې دولتي ځواکونه وايي چې د له لاسه وتلو ولسوالیو د بېرته نیولو او داراز د طالبانو د په شاتمبولو هڅې کوي.
                                               
د پوځ بل سرتېری شریف الله هم وايي:«تر یوې دوه ورځو د غورنبد درې سیاه ګرد ولسوالۍ ته به ورسېږو او د غوربند دره به د دښمن لپاره په جهنم بدله کړو.»

له دې ټولو سره سره ولسمشر غني د هېواد د ولایتونو له والیانو او امنیه قومندانانو سره په یوې ویډیو غونډه کې د طالبانو بریدونه د بشري حقونو ضد جنایت بللي دي او ټینګار یې کړی دی چې پوځي او ملکي چارواکي دي، بشري حقونه په پام کې ونیسي.

ولسمشر غني د طالبانو بریدونه د بشري حقونو پر ضد جنایت ګڼي او ټينګار کوي چې پوځي او مُلکي مسوولان باید بشري حقونو قوانین مراعات کړي.

شریک یي کړئ