Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بغلان جګړه کې۱۰۰ تنو مُلکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

له یوې میاشتې په کمه موده کې د بغلان د جګړو په پایله کې څه باندې ۱۰۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او پټیان شوي دي.

د بغلان د روغتیا ریاست وايي چې په دغې موده کې ۸۵ ولسي وګړي ټپيان شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه نور وژل شوي دي.
      
د بغلان د عامې روغتیا رییس محب الله حبیب وویل:«دلته موږ ۸۵ ټپيان لرل او ۲۵ مړي.»

ورته مهال کومانډو ځواکونه وايي چې طالبانو تېره شپه د پلخمري ښار بازار ته د ننوتلو لپاره درې ډله ییز بریدونه وکړل او همدارنګه د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ هم بریدونه کړي دي چې دغه بریدونه په شاتمبول شوي دي.
       
د کمانډو سرتېری راز محمد وايي:«ومو ویشتل، همدا اوس یې مرداري یې ان شاالله د دغه دېوالونو تر شا دي، تراوسه یې خپل مړي نه دي وړي.»

ځينې هغه ولسي خلک چې د تېره شپه په جګړه کې ټپیان شوي دي روغتون ته لېږدو شوي دي او په دې منځ کې یو ځوان پر سر په مرمۍ لګېدلی دی.
        
ټپي نصیر احمد وویل:«زما په ورور ډزې وشوې، ورور مې ولوېد، بیا په ما هم ډزې وشوې، زه پوه نه شوم او پر ځمکه پرېوتم.»

تېره شپه طالبانو پر دوشي ولسوالۍ هم برید وکړ، خو د دې ولسوالۍ پر نیولو بریالي نه شول.
 
د پوځ د درېیمې لوا قومندان فرید سید خېلي څرګندوي:«زموږ د هوايي ځواکونو له ملاتړ سره دښمن په څو برخو کې له ۴۵ زیاته مرګ ژوبله لرله.»

د پلخمري ښار د جګړې په لیکو کې دولتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي، د پلخمري ښار اوسېدونکي د دغه ولایت د جګړې له مدیرانو غواړي چې د دغه ښار د سقوط کېدو د مخنیوي لپاره باید چاڼيز عملیات پېل کړي.

له یوې میاشتې کمه موده کې په بغلان کې څه باندې سل تنه ولسي وګړي وژل شوي اوټپيان شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه