Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایټالیايي ځواکونه د هرات له ارینا کمپ څخه ولاړل

له شلو کلونو وروسته ایټالیايي ځواکونه په هرات کې له ارینا کمپه ووتل او مسوولیت یې هم افغان ځواکونو ته وسپاره.

نظامي چارواکي وايي، ایټالیايي ځواکونو له دې کمپه خپل ټول امکانات او جنګي تجهیزات له ځانه سره وړي او ډېری یې بیا له منځه وړي دي.

د کابل د هوایي لوا قومندان برید جنرال سید ایمل پاچا وايي:«د پوځي تجهیزاتو په برخه کې له ایټالیویانو څخه موږ ته هېڅ نه دي پاتې.»

په وروستیو اونیو کې له دغه کمپ نه د درنو چاودنې غږونه اورېدل کېدل، پوځي چارواکي وایي چې ايټالیوي ځواکونو ګڼ زرغره وال موټر او درنې وسلې له منځه وړي دي او یوازې دغه ودانۍ او ځینې ساده موټرونه یې افغان ځواکونو ته پرېښي دي.

د هرات والي عبدالصبور قانع په دې هکله زیاته کړه:«موږ ډاډ ورکوو چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول افغانستان کې په ځانګړې توګه په لوېدیځه حوزه کې او هرات له هېواده او خپلو خلکو پر دفاع قادر دي.»

د ایټالیوي ځواکونو په وتلو سره د هرات د هوایي ډګر مسوولیت افغان حکومت ته سپارل شوی دی. اوس مهال د دغه هوايي ډګر ټول کارونه د افغانانو له لوري مخته بیول کېږي.
 
د هرات د هوایي ډګر رییس عبدالشهیر صالحي څرګنده کړه:«د خواجه عبدالله انصاري نړیوال ډګر هوايي فعالیتونه د دغه هوايي ډګر د مسلکي کارکونکو په واسطه مدیریت کېږي. د بهرنیو ځواکونو له وتو سره د هرات په هوايي ډګر کې هېڅ ډول ستونزې رامنځته شوې نه دي او الوتنې په عادي توګه ترسره کېږي.»

د ناټو سازمان د پرېکړې پر بنسټ، ټاکل شوې ده چې د روان زیږدیز کال تر سپټمبر میاشتې، بهرني ځواکونه په بشپړه توګه افغانستان پرېږدي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د روان کال له مې میاشتې پیل شو.

نن المان هم اعلان وکړ چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شوی دی. المان په افغانستان کې ۱۱۰۰ سرتېري لرل. 

شریک یي کړئ