Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات والي: طالبان پر غوریان ولسوالۍ ولکه کې پاتې راغلل

د هرات والي عبدالصبور قانع نن (پنج‌شنبه د چنګاښ په ۱۰ مه) وویل، چې د غوریان پر ولسوالۍ د طالبانو برید ته ځواب ورکړل شوی او د دغې ډلې لږ تر لږه ۲۰ تنه وسله‌ول وژل شوي دي.

د هرات والي زیاتوي چې تېره شپه، د هرات له نورو ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو نه سلګونه وسله‌وال راټول شوي وو او غوښتل یې چې د غوریان ولسوالۍ ولکه کړي خو دې کار کې پاتې راغلي دي.

د قانع په وینا، د طالبانو یو موټربم هم موخې ته تر رسېدو وړاندې، افغان ځواکونو له منځه وړی دی.

د هرات د چارواکو په وینا، لږ تر لږه ۲۰ تنه طالبان وژل شوي دي او له ۱۰ زیات ټپیان دي.

د هرات چارواکو افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې څه نه دي ویلي.

طالبانو هم په دې تړاو لا څه نه دي ويلي.

د هرات والي وایي، سلګونه طالبان چې د هرات له نورو ولسوالیو او ګاونډ ولایتونو نه راټول شوي وو، پر غوریان ولسوالۍ یې برید کړی وو.

شریک یي کړئ