Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسوشټيډپریس: زیات اروپایي سرتېري په خاموشۍ افغانستان پرېږدي

د اسوشټيډ پریس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، زیاتو اروپایي هېوادونو وار له مخه خپل سرتېري له افغانستانه ایستلي دي، داسې حال کې چې د ځواکونو ایستلو په اړه، د امریکا او ناټو اعلان شوې نېټې ته وخت پاتې دی.

پرون د چهارشنبې په ورځ جرمني او ایټالیا دواړو هېوادونو اعلان وکړ چې افغانستان کې یې پوځي ماموریته ختم شول او پولنډ هم وویل، چې افغانستان کې مېشت سرتېري یې خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

اسوشټیډ پریس د ځينو اروپایي هېوادونو د ځواکونو وتل ارزولي، چې موندلي یې دي، اکثرو په کوچنیو مراسمو کې خپل پوځي ماموریتونه بشپړ کړي، چې د ناټو ځواک او یووالي سره په ټکر کې چاره ده.

تېر اپریل کې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې د راروان سپټمبر تر ۱۱ مې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

افغانستان کې د تېرو شلو کلونو جګړه کې د امریکا او ناټو ملګرتیا پخه وه. ناټو د امریکا په بلنه دې جګړه کې ښکېله شوې وه. یو مهال د جګړې په اوج کې د امریکا او ناټو د سرتېرو شمېر له ۱۵۰ زرو هم اوښتی وو.

د امریکا د ولسمشر اعلان پسې، تېر اپریل کې ناټو هم اعلان وکړ چې خپل ټول ځواکونه به د راروان سپټمبر تر ۱۱ مې له افغانستانه باسي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د امریکا دفاع وزارت وویل، چې افغانستان کې د تاوتریخوالي ګراف خورا لوړ دی او پر طالبانو یې غږ دی، چې سوله‌ییز حل ته راوګرځي.

بل‌خوا د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پرون په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دې شورا د مشرتابه کمیټې غونډه کې وویل، چې د "افغانستان بقا په خطر کې ده."

په ارګ کې پرونۍ غونډه کې ولسمشر غني، د مصالحې شورا غړو او ځينو دولتي چارواکو ګډون کړی وو.

ښاغلي عبدالله په دې غونډه کې ویلي:«حقیقت دادی، چې د افغانستان بقا، امنیت او یووالي په خطر کې دي. » د ښاغلي عبدالله په وینا: «تر سولې بله غوره لار نه‌شته.»

پرون د چهارشنبې په ورځ جرمني او ایټالیا دواړو هېوادونو اعلان وکړ چې افغانستان کې یې پوځي ماموریته ختم شول.

شریک یي کړئ