Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د کوکنارو کښت ۴۵ سلنه زیات‌ شوی

افغان عامې‌روغتیا وزارت وایي، هېواد کې درې اعشاریه پینځه میلیونه تنه په مخدره موادو روږدي دي.

د کورنیو چارو وزارت، د مخدره مواد پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي، د کوکنارو کښت او د مخدره موادو قاچاق، د تېرو کلونو پرتله ۴۵ په سلو کې زیات شوی دی.

د دغه معینیت چارواکي وایي، د هېواد بېلابېلو سیمو کې شاوخوا دوه سوه زره هکټاره ځمکه کې کوکنارل کرل کېږي او د نړۍ ۸۰ سلنه مخدره مواد لا هم په افغانستان کې تولیدېږي.

دا شمېرې داسې مهال دي، چې د کورنیو چارو وزارت، د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت نن په کابل کې ۷۶ مټریک ټنه راټول کړي مخدره مواد وسوځول.

د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معین وحیدالله کلیمزي ویلي:« پوډر، مورفین، اپیم، چرس او الکولي څښاک او هغه تېزاب چې د پوډرو په تولید کې کارول کېږي، د محاکمو د قانون پر بنسټ مو کشف او
سوځول.»

په دې هکله د مشرانو جرګې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې کمېسیون مشر هاشم الکوزي وویل:«د کومانډو ځواکونو تشکیل باید ډېر شي او ځمکني او هوایي عملیات دې وکړي، چې په سرحدونو کې د مخدره موادو د قاچاق مخنیوی وشي.»

په مخدره موادو د روږدو د درملنې ۱۰۰۰ بستریز روغتون رییس ظاهر سلطاني ویلي:«د ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۶ کلونو پورې چې کوم توپیر دی، د مخدره موادو د نهه سوه زره نه تر درې نیم میلیونه مصرفوونکو شمېرې دي، چې د اټکل
خلاف توپیر دی.»

د نړۍ په هېوادونو کې د کوکنارو د کښت او د مخدره موادو د قاچاق له اړخه افغانستان په لومړي ځای کې دی، چې نړۍ کې د تولیدونکو موادو ۸۰ په سلو کې جوړوي. 

څه څه هم د امریکا متحدو ایالتونو په تېرو شلو کلونو کې د مخدره موادو په له‌منځه وړلو شاوخوا ۸ میلیارده ډالر ولګول، خو داسې ښکاري چې د جګړې زیاتوالی د دغې مبارزې مخه کې لوی خنډ وو او دی.

شریک یي کړئ