Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو دوو لسیزو کې تېره میاشت تر ټولو خونړۍ وه

د طلوع‌نیوز د شمېرو پر بنسټ، تېره میلادي میاشت (جون) کې، تر هغې وړاندې میاشتې (مۍ) پرتله چاودنې او هدفي بریدونه کم وو.

طلوع‌نیوز ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، تېره میلادي میاشت (جون) په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو خونړۍ او د ډېرو پېښو میاشت وه.

د افغانستان حکومت وایي، په دې میاشت کې له شپږو زرو زیات طالبان وژل شوي دي.

طالبان هم ادعا کوي، چې افغان ځواکونو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

تېره میلادي میاشت کې، هېواد کې د طالبانو او نورو ډلو بریدونو کې ۶۳۸ تنه نظامیان او ملکیان وژل شوي او ۱،۰۶۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

بل‌خوا همدغه جون میاشت کې، افغان ځواکونو په بې‌ساري شکل، د ۱۲۰ ولسوالیو مرکزونه پرېښي او طالبانو بیا پرې ولکه ټينګه کړې، چې له منځه یې طالبانو همدا نن د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالي لاندې کړې ده. خو حکومت بیا تازه د
لسو ولسوالیو مرکزونه بېرته له طالبانو نیولي دي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون مشر خان‌اقا رضایي ویلي:«د ولسوالیو په سقوط کې تر ټولو لویه کمزوري د امنیتي او دفاعي بنسټونو په مشرتابه کې کمزوري وه.»

د طلوع‌نیوز د شمېرو پر بنسټ، د مۍ میاشتې پرتله په جون میاشت کې د چاودنو او هدفي بریدونو شمېر کم وو.

د ولسي جرګې یوه غړي مخدوم ابدال‌الله ویلي:«کله چې د جګړې لوری بدل شو، په ولایتونو کې امنیه قوماندانان داسې کسان ول، چې جنګي نه ول، جنګي قوماندان حکومت په کور کېنولي وو.»

افغان نظامیانو او ملکیانو ته ډېر تلفات، په بغلان، فاریاب، بدخشان، غزني، تخار، بلخ، غور، هرات، فراه، کندوز، بادغېس او سرپل کې اوښتي دي.
ولسي جرګه کې د غزني د خلکو یوه استازي عارف رحماني ویلي:«داسې یو پراخ جنګ ته چمتووالی نه وو. داسې نه چې طالب ډېر قوي وو، بلکې موږ پارټیزاني جګړې ته چمتو نه وو.»

اوسمهال د هېواد شاوخوا شلو سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه ده.

ملي‌دفاع وزارت وایي، په ننګرهار، هرات، بلخ، جوزجان، هلمند، تخار، بدخشان، کندوز، بغلان او کاپیسا کې ځمکني او هوایي عملیات شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وویل:«تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۵ ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو کې ۱۵۸ تنه طالبان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ ټپیان دي.»

دا ټول داسې مهال چې د سولې د مذاکراتو څه څرک نه لګېږي. دوحه کې د سولې خبرې بیا په ټپه ولاړې دي او افغان حکومت او طالبان د جګړې په ډګرونو کې د مټو زور معلوموي.

شریک یي کړئ