Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له نظامه دفاع لپاره د سیاستوالو چمتووالی

د ملي مصالحې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې شپږمه غونډه پرون چهارشنبه وشوه.

ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ملي مصالحې د عالي شورا د رهبرۍ کمیټې په پرونۍ غونډه کې ځينو ګډونوالو ویلي، چې د غونډې ټولو برخه‌والو له نظامه دفاع ته چمتووالی اعلان کړ.

د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی چې د سیاسي اجماع لپاره دې عملي ګامونه واخېستل شي.

د ملي مصالحې د عالي شورا د مشرتابه شپږمه غونډه پرون چهارشنبه په ارګ کې وشوه.

په غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني، د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله او ځینو نورو سیاستوالو ګډون کړی وو چې د هېواد پر اوسني وضعیت، شاوخوا درې ساعته غږېدلي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، محمد یونس قانوني له ولسمشر غني وپوښتل، چې د اوسني وضعیت لپاره د ولسمشر طرحه څه ده؟ ولسمشر په ځواب کې ویلي، چې د مصالحې شورا د رهبرۍ کمیټې د راتلونکې اوونۍ غونډه کې به په دې هکله وضاحت ورکړي.

د پرونۍ غونډې یوې ګډونوالو فریدې مومند ویلي:«دا سمه ده چې دغسې غونډې خلک هیله‌من کوي خو دا غونډې دې سمبولیکې نه وي.»

په پرونۍ غونډه کې شاوخوا ۱۵ کسانو خبرې کړي او ولسمشر غني له یوه بهرني مېلمه سره د کتنې په موخه، له دوو ساعتونو وروسته غونډه پرېښې.

په پرونۍ غونډه کې حامد کرزی، کریم خلیلي، امرالله صالح، محمد حنیف اتمر او رحمت الله نبیل نه ول، چې دوی هم د مصالحې شورا د رهبرۍ کمیټې غړي دي.

د پخواني ولسمشر یوه سلاکار شهزاده مسعود ویلي:«کرزی صاحب پرون ډېر بوخت وو. د پارلمان له وکیلانو سره یې غونډه وه. خلیلي صاحب سره یې کتنه وه، او هره غونډه چې کېږي، د خلکو تمه دا وي چې یوه پام وړ نتیجه ولري.»

په همدې حال کې د پرونۍ غونډې ځینې ګډونوال وایي، د مصالحې شورا یوه غړي شهزاده شاهد ته په غونډه کې د ګډون اجازه ور نه کړای شوه. ارګ په دې هکله څه نه دي ویلي.

خپله ښاغلي شاهد ویلي:«په څه چې خبرې وشوې، په عمومي شکل د سفر په هکله وې، خو په منځ کې یې یوه موضوع یا یوه ماده د سفر، زموږ د ملي یووالي موضوع وه.»

که څه هم په پام کې وه، چې امریکا ته د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله له سفر وروسته، د حامدکرزي په مشرۍ یو شپږ کسیز پلاوی طالبانو سره خبرو لپاره دوحې ته لاړ شي. خو د مصالحې شورا یوه غړې فرخنده زهرا نادري وایي، په پرونۍ غونډه کې په دې هکله خبرې نه دي شوي.

شریک یي کړئ