Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکايي ځواکونه د بګرام له هوايي اډې ووتل

د افغانستان دفاع وزارت کې سرچینو طلوع‌نیوز ته وویل، چې امریکایي ځواکونه له نږدې ۲۰ کلونو حضور وروسته، د بګرام له پوځي اډې ووتل او مسوولیت یې افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

د ۲۰۰۹ میلادي کال نه وروسته کلونو کې د بګرام په اډه کې شاوخوا۴۰ زره بهرني سرتېري مېشت ول.

له بګرام اډې نه د امریکایي ځواکونو وتل، له افغانستانه د وروستیو امریکایي سرتېرو د وتلو تر ټولو ښکاره نښه ده.

د بګرام اډه د کابل شمال لوري ته ۶۹ کیلومټرۍ کې د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېرو دوو میاشتو کې او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نېټې تر اعلان وروسته، افغانستان کې تاوتریخوالی بې‌ساری زیات شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه