سرچینې وایي، طالبانو تېره شپه په بدخشان او بغلان ولایتونو کې بریدونه کړي، چې نتیجه کې یې ۲۳ کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي. په دې ۲۳ کسانو کې هم دولتي ځواکونه او هم ولسي پاڅونوال دي.
د بدخشان پولیسو کې سرچینې وایي، د فیضاباد ښار ځینو سیمو باندې د طالبانو برید کې ۸ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
خو سیمهییزې سرچینې وایي، طالبانو تېره شپه ناوخته، د فیضاباد ښار اتمې حوزې اړوندو کې درېیو یا څلورو پوستو باندې برید کړی چې ۲۰ تنه پوځيان یې وژلي او ځینې یې نیولي دي.
د سرچینو په وینا، د نظامیانو مهمات او هاموې ټانکونه هم د طالبانو په لاس ورغلي دي.
په ورته وخت کې د بدخشان ولایت ځینې اوسېدونکي وایي، که د طالبانو د بریدونو مخنیوی و نهشي، د فیضاباد ښار د "سقوط" خطر شته.
بلخوا په بغلان کې، د څرخي پله د زندان د ښوونې او روزنې د رییس په ګډون درې تنه طالبانو سره نښته کې وژل شوي دي.
سرچینې وایي، د بغلان په خوست ولسوالۍ کې، بېګاه د طالبانو کمین کې د څرخي پله د ښوونې او روزنې رییس محي الدین پیکان حیدري او دوه سیمهییز قوماندانان چې د ولسي پاڅونوالو مسوولیت یې درلود، وژل شوي دي.
د سرچینو په وینا، همدې نښته کې دوه تنه ولسي پاڅونوال ټپیان شوي او څلور تنه طالبان وژل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه