په دې سېلابونو کې ۳۰ کورونه، ۱۷ هټۍ، لسګونه جریبه ځمکه او د اوبو شاوخوا ۱۵ کانالونه له منځه وړل شوي دي.
د پنجشېر ولایت د خنج ولسوالۍ پشغور کلي کې، سېلابونو لسګونه جرییه ځمکه وړي او لسګونه کورونه او هټۍ یې زیانمنې کړې دي.
دا سېلابونه بېګاه شاوخوا اته بجې د طبیعي یخچالونو له ویلي کېدو وروسته راغلي دي.
د پنجشېر د والي ویاند رضوانالله رهیاب وایي:« له ښه مرغه، له وړاندې مو خلکو ته خبرداری ورکړی وو. چاته د سر زیان نهدی اوښتی خو ګڼ مالي تاوانونه اوښتي دي.»
د پنجشېر ولایت، طبیعي پېښو ته د رسېدو ریاست مشر احمد ضیاء یزداني وايي:«د دې سېلاب سرچینه چې کېدای شي د دې کلي دپاسه هغه ډنډونه وي، شاوخوا ۸ ساعته پلی مزل دی ورته. لومړني معلومات دادي، چې کېدای شي دېوال
یا د کوم ډنډ سربند مات شوی وي او اوبه ترې راروانې شوې دي.»
په همدې حال کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، پنجشېر کې د سېلاب ځپلو سروې پیل شوې.
د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي ویلي:«یوه دقیقه سروې په کار ده، چې زموږ ټيم په سیمه کې دی، له سروې وروسته به هغو کورنیو سره ۳۰ زره افغانۍ مرسته وشي، چې کورونه یې بشپړ ویجاړ شوي او هغه کورنۍ چې مېنې
یې لږې ویجاړې شوې دي ۱۵ زره افغانۍ مرسته به ورسره وشي.»
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، دمګړۍ د دې وزارت کاري ډلې په پنجشېر کې دي او هڅه کوي هغه لارې خلاصې کړي چې تر سېلابونو وروسته تړل شوې دي.