Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیمه کې د امریکا د اډو پلانونو سره د روسیې مخالفت

له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو له لړۍ دوام سره، افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، چې امریکا په مرکزي اسیا کې، د پوځي اسانتیاوو لپاره، خپل ځواکونه "نه‌شي ځای پر ځای کولی" او "باید یې ځای پر ځای نه‌کړي." 

د کابلوف په وینا له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، داسې ښکاري چې امریکا، د افغانستان شاوخوا سیمو کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د یوځای موندلو په لټه کې ده.

د روسیې خبري اژانس په خپل رپوټ کې لیکلي، چې ښاغلي کابلوف ویلي:« موږ وار له مخه واشنګټن ته په دې هکله، له بېلابېلو لارو خپل پیغامونه استولي دي او موږ هیله لرو چې واورېدل شي.»

کابلوف د افغانستان پر حکومت او طالبانو غږ کړی، چې په یو ګډ حکومت سلا شي.

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي:«د واک راتلونکې جوړښت په هکله وروستۍ پرېکړې باید خپله افغانان وکړي.»

له افغانستان نه د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو وتلو، د افغانستان د حکومت راتلونکې او افغان ځواکونو په هکله بېلابېلې اندېښنې راولاړې کړې دي.

کابلوف وايي، روسیې په دې هکله له بېلابېلو لارو واشنګټن ته پیغامونه رسولې دي.

شریک یي کړئ