Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مزارشریف کې د ۸ هېوادونو د کونسلګریو د فعالیتونو کمېدل

وروستیو ناامنیو او بېلابېلو سیمو کې پر ځینو ولسوالیو د طالبانو ولکې سره سم، مزارشریف کې د اتو هېوادونو کونسلګریو خپل فعالیتونه محدود کړي دي.

د بلخ په مزارشریف کې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، ترکیې، روسیې او هند کونسلګرۍ دي.

په دې هکله د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي ویلي:«ځینو یې ویلي، چې موږ خپلو سفیرانو سره مشورې لپاره کابل ته ځو.»

مزارشریف کې د ایران کونسلګرۍ مخې ته ځینو راټولو شویو هېوادوالو د کونسلګرۍ د دروازې بندولو له کبله نیوکه کړې.

هغوی ویلي، درې ورځې وشوې، چې کونسلګري رخصت ده او دوی له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د بلخ یوه اوسېدونکي نصیراحمد ویلي:«دوی وړمه ورځ خپل کارونه رخصت کړي او تر نننه کونسلګري بنده ده.»

د بدخشان ولایت یوه اوسېدونکي عبدالسلیم ویلي:«خلک په ډېره ستونزه کې دي. ناامني هم ده. دلته خلک د ویزې لپاره راځي، خو کونسلګري بنده ده او کارونه یې بند دي.»

طلوع‌نیوز ته سرچینو ویلي، چې تر وروستیو ناامنیو وړاندې، مزارشریف کې د ایران کونسلګرۍ هره ورځ تر ۲۰۰ وېزې ورکولې.

مزارشریف کې د یوه سیاحتي او زیارتي شرکت مسوول سیدکاظم ویلي:«اوس لپاره د ناامنۍ له کبله دوی خپله کونسلګري تړلې ده. یوازې دوی نه‌دي. قزاقستان ویزې بندې کړي، چین بندې کړي. ترکیې هم بندې کړي. پاکستان هم بندې کړي، دوی لا اوونۍ مخکې بندې کړې وې.»

ډېره هڅه مو وکړه، چې په دې هکله مزارشریف کې، د ایران، پاکستان او ترکیې د کونسلګریو ځواب ولرو خو دا کار مو ونشوای کړای.

خو مزارشریف کې د ازبکستان کونسل فتاحوف جعفر وایي، سیاحتي ویزې یې کمې کړې دي خو دا چاربه له لږې مودې لپاره وي.

ښاغلي جعفر ویلي:«مزارشریف کې د ازبکستان کونسلګرۍ خپل کار نه دی بند کړی، موږ د تېر په شان خپلو کارونو ته دوام ورکوو. وضعیت لږ ګډوډ دی، اندېښنې دي، تر دې اندېښنو ورهاخوا موږ خپل کار دوام ورکړی او ورکوو یې.»

عام خلک وایي، د کونسلګریو د فعالیتونو محدودېدو دوی له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

شریک یي کړئ