Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو نهه نورې ولسوالۍ لاندې کړې دي

د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې زور اخېستو او د ولسوالیو لاس په لاس کېدو سره، تېره یوه شپه او ورځ کې، طالبانو د نهو نورو ولسوالیو مرکزونه ولکه کړي دي.

بدخشان کې د کوفاب، یاوان، ارګو، کوهستان، زېباک او بهارک ولسوالیو مرکزونه، د کندهار د پنجوايي، د پکتیکا د زېړوک او د تخار ورسج ولسوالۍ مرکز طالبانو خپل کنټرول کې راوستی دی.

خو د ځانګړو عملیاتو د قول‌اردو قوماندان هبت الله علیزي ویلي:«موږ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې چې کوم عملیات کړي – تاسې ټول یې شاهدان یاست. په لغمان کې، کاپیسا کې، د پروان شینوارو کې او غزني کې مو دوښمن ځپلی او تلفات مو وراړولي دي.»

دې وروستیو کې بدخشان کې ۱۷ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې دي. اوس ځینې تاجکستانۍ رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي، چې تاجکستان سره پوله کې د پرتو ولسوالیو شاوخوا ۳۰۰ افغان پوځيان، تاجکستان ته اوښتي دي.

د بدخشان والي احمد بشیر صمیم ویلي:«امنیتي وضعیت ته زموږ پام دی. ستاسې اندېښنې درک کوو، تر هغو چې زموږ په وجود کې یو څاڅکی وینه وي، ستاسې په خوا کې به یوو.»

د بدخشان ګاونډ ولایت تخار کې، د تالقانو ښار اوسېدونکي وایي، د ټولو ولسوالیو مرکزونه طالبانو نیولي او دوی د ښار شاوخوا کې امنیتي وضعیت ته اندېښمن دي.

د تخار ولایت یوه اوسېدونکي نجیب الله ویلي:«شاوخوا دوه اوونۍ وشوې، چې تالقان د دوښمن کلابندۍ کې دی او مرکزي حکومت هېڅ پاملرنه نه کوي.»

د تخار ولایت یوه بل اوسېدونکي حسیب‌الله ویلي:«هره ورځ د تخار د ځوانانو د شهادت شاهدان یوو.»

بل‌خوا یوازې یوه ورځ وروسته تر هغې چې امریکایي ځواکونه د پروان د بګرام له اډې ووتل، د پروان د بګرام او کوه‌صافي ولسوالیو ترمنځ پر یوه پوسته د طالبانو یوې شل کسیزې ډلې د برید خبر رارسېدلی.

سیمه‌ییز چارواکي وایي، د طالبانو دا برید د ژاله په نامه کلي کې شوی، چې دولتي ځواکونو ځواب ورکړی دی.

د پروان والي فضل‌الدین عیار ویلي:«د جنرال رازق خان په مشرۍ، امنیتي- دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو دوښمن ته ماتې ورکړې او تلفات یې هم وراړولي دي.»

په تېرو شاوخوا ۲۴ ساعتونو کې طالبانو د کابل د سروبي ولسوالي دشت‌توپ سیمه او د میدان وردګو سیداباد ولسوالۍ کې هم دوه بریدونه کړي دي.

شریک یي کړئ