Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د سولې او جګړې ابهام؛ ځوانان راتلوونکي ته خوشبینه دي

په داسې حال کې چې په هېواد کې جګړو زور اخیستی، بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي او د سولې لېرې لید څرګند نه دی؛ خو ځوانان وايي چې د افغانستان راتلوونکي ته خوشبینه دي.

دغه ځوانان چې په دې برخه کې ځینې اندېښنې هم لري؛ خو بیا هم ټينګار کوي چې د افغانستان د ستونزو حل لار د سولې ټینګښت دی.

مینا حیدري یوه له دغو ځوانانو ده. هغه شل کلنه ده، یعنې د دې عمر په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي حضور هومره دی، په دې موده کې په هېواد کې د ځوانانو د پرمختګ لپاره ډېر فرصتونه رامنځته شوي دي.

مینا حیدري چې د پوهنتون په دویم ټولګي کې ده، د کابل په یوه کلتوري مرکز کې کتابتون هم لري، نوموړې وایي چې تر اوسه یې د خپلې زده کړې او کار پر وړاندې کوم محدودیت نه دی لیدلی، خو د خپلې کورنۍ له مشرانو یې په ځلونو اورېدلي چې پخوا ښځې او نجونې له ډېرو ستونزو سره مخ وې.

هغه زیاتوي:«اوس موږ په یوې داسې ټولنه کې یوو، چې د یوې کورنۍ لپاره ویاړ دی په ځانګړې توګه هغه مهال چې د هغوی ښځينه زده کړې کومي، خپل راتلوونکی جوړي او په خپله ټولنه کې یو اغېزناک کس کېږي.»

د کابل اوسېدونکي حسین حیدري هم وویل:«که چېرې په اوسنیو شرایطو کې چې مخکې مو لرل، او وي، کولای شو چې د خپل هېواد لپاره ډېرې ښې لاسته راوړنې ولرو او کولای شو ډېر ښه پرمختګ وکړو.»

ټاکل شوې ده چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې له شل کلن حضور وروسته، له دغه هېواده د سپتمبر په میاشت کې ووځي. همدا درې ورځې مخکې، امریکايي ځواکونه په افغانستان کې خپله تر ټولو ستره اډه پرېښوده.

له دې سره هم مهاله په هېواد کې جګړې زور اخیستی دی. په دوو وروستیو میاشتو کې - له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیل وروسته - طالبانو پر ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو خپل بریدونه زیات کړي دي.

د طلوع نیوز د شمېرو پر بنسټ، د دغو دوو میاشتو په لړ کې، لږ تر لږه ۱۳۰ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

د کابل اوسېدونکی جعفر تابش وايي:«زموږ فکر ارام و، اندېښمنه مو نه لرله، یوازې پر خپلو درسونو بوخت وو. وتوانېدلو چې خپل درسونه ولولو او خلاص یې کړو.»

په وروستیو څو کلونو کې ګڼ ځوانان توانېدلي دي چې په دولتي او خصوصي ادارو کې مهمې څوکۍ خپلې کړې. په دې موده کې په پارلمان او ولایتي شوراګانو کې هم هغه نسل فعال حضور لرلي چې په تېرو شلو کلونو کې یې پرمختګ کړی دی.

شریک یي کړئ